د هرات مسوولینو له «خواجه» تر «پایان آب» پورې د ۳ کیلو او ۲۰۰ متره اوږد سړک د رغنیزو کارونو د پيل خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت ښاروال، نعمت الله حسن رسنیو ته ویلي چې دغه سړک به د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې د ۴۴،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۹ مترو سور سره په معیاري ډول ورغول شي.
د هرات ښاروالۍ مسوولینو دا هم ویلي چې د دې پروژې چارې به راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
د ښاروالۍ مسوولینو همداراز له قراردادي شرکتونو غوښتي چې د پراختیایي پروژو چارې په ټاکلي وخت او معیارونو سره بشپړې کړي.
د ویلو ده چې په هرات سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د لویو لارو او فرعي سړکونو د رغولو چارې روانې او یو شمېر ګټېاخیستنې ته هم سپارل شوي دي.