ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ هره ورځ سهار یو تکراري سبا ناری خورﺉ.
۲ ـــ خپل نوکان ژویئ.
۳ ـــ د هر کار لپاره، ځانګړي تشریفات لرﺉ.
۴ ـــ هغه کارونه، چې باید ترسره یې کړﺉ، لیک لړ یې جوړوﺉ.
۵ ـــ د وخت تېرېدو ته پام نه کوﺉ.
۶ ـــ ټوله شپه په ویښه تېروﺉ.
۷ ـــ د ساعت له زنګ وهلو وړاندې را ویښېږﺉ.
۸ ـــ خپل کارونه هېروﺉ.
۹ ـــ له نورو څخه لارښوونې اخلﺉ.
۱۰ ـــ د هر څه په اړه څېړنه کوﺉ.
۱۱ ـــ تل د وتلو دروازې ته نږدې کېنئ.
۱۲ ـــ لږ چې له کوره لرې کېږﺉ، نو بېرته کور ته را ګرځئ، ترڅو یو ځل بیا هر څه چک کړﺉ.
که له پورته یادو شویو نښو نښانو څخه، ډېری یې په خپل ځان کې وینئ، نو له یوه اراپوه سره خبرې وکړﺉ.