لیکوال: حمیدالله حمیدي
په چین کې د ۴۰ مېلیونه په شاوخوا کې مسلمانان ژوند کوي. د کاشغر دعیدګاه جومات د چین د (شین جیان) ایالت د کاشغر په ښار کې تر ټولو لوی جومات شمېرل کېږي. هغه کسان، چې کاشغر ته ځي، د عید ګاه له جومات څخه ارو مرو لیدنه کوي، ځکه دغه جومات د کاشغر له تاریخي ځایونو بلل کېږي.
د کاشغر د عید ګاه په جومات کې پر پنځه وخته لمونځ سر بېره د جمعې او اخترونو لمونځونه هم ادا کېږي، چې پر یو وخت د ۲۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د کاشغر د عیدګاه جومات په ۱۴۴۲ کال کې ودان شوی، چې بیا په ځلونو ځلونو رغول شوی هم دی. دغه جومات په ۱۶ زره او ۸۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې پر عبادت ځای سربېره ګڼ شمېر نور ملحقات هم لري.
(کسموجیان) له ماشومتوبه تر بوډا توبه پورې خپل ټول عمر د همدې جومات په څنګ کې تېر کړی، هغه وایي (( زما کور د همدې جومات په خوا کې دی، خوشاله یم، چې پنځه وخت لمونځ په جومات کې کوم.
د جومات اوسنی حالت له پخواني هغه سره ډېر توپیر لري، ځکه ډېر ځله له سره رغول شوی دی.)) په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې حکومت د دغه جومات د بیا رغولو لپاره یو مېلیون او ۵۰۰ زره ین ځانګړي کړل او جومات یې له سره ورغاوه.