لیکوال: عبیدالله حسام
د هر انسان لپاره لویه خوشبختي دا ده چې دی مړ شي او د ده ګناهونه ورسره مړه شي.
هغوی چې د خیر کارونه کوي یا خیر خپروي، له مړینې سره به یې د ثوابونو ور رسېدو بهیر جاري وي.
که غواړئ له مرګ وروسته مو دوامداره ثوابونه در ورسېږي، د جاریه صدقې لپاره همدا اوس پرېکړه وکړئ.
جاریه صدقې د حدیث شریف په بنسټ درې ډوله کارونه دي: نیک اولاد تربیه کول، علم خپرول او کوهي کیندل یا په جومات کې قران کریم اېښودل. یا ورته نور کارونه چې خلکو ته یې په دوامدار ډول خیر رسېږي او خلک ترې نېکه استفاده کوي.