د هرات مسوولین وایي، د یاد ولایت په «ادرسکن» ولسوالۍ کې د اووه کیلو متره سړک د پخولو کارونه پیل شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې دا سړک د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له بودیجې څخه له ادرسکن سیند څخه تر «ګله توت» سیمې پورې جوړېږي.
د هرات ځايي مسوولینو ویلي چې دا سړک اووه کیلو متره اوږدوالی لري او شاوخوا یو میلیون ډالر به پرې مصرف شي.
ویل کېږي چې د دې سړک د جوړولو پرانیسته شوې او عملي چارې یې پیل شوې دي.
بلخوا د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د دې پروژې پیلېدو ته خوښ دي، او له سرپرست حکومته د ورته نورو کارونو د پيلېدو غوښتنه کوي.
د ویلو ده چې د دې ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د سړکونو د جوړولو کارونه روان دي او د ځینو یې چارې بشپړېدو ته نږدې دي.