لیکوال: عبیدالله حسام
یوه ډله خلک په دې باور دي چې دین یوازې په جومات کې دی. دا بشپړه خبره نه ده. دا له دین څخه سرسري برداشت دی.
حقیقت دا دی چې دین د جومات ترڅنګ په نورو ځایونو کې دی. دین ستا په دفتر کې دی، ستا په دوکان کې دی. دین په بازار کې په راکړه ورکړه کې، په تولید کې، له خلکو او ګاونډیانو سره په چلند کې، دین ستا په کور کې او بالاخره دین د ژوند په ټولو چارو کې دی. که ستا ټول ژوند دیني نه وي، یوازې د جومات دینداري دې د اخرت په لوی امتحان کې نشي بریالی کولای!
دینداري ستا په اخلاقو او چلند کې نغښتې. ښه اخلاق او نیک چلند د دین درېیمه او د دیندارۍ بشپړوونکې برخه ده.
د دنیا عمر لنډ دی، ژوند ګران، وخت کم، مسوولیت لوی او د اخر امتحان سخت دی. هغه سخت امتحان ته چمتووالی مه هېروه!
که غواړې په دغه لویه ازموینه کې بریالی شې، د جومات ترڅنګ دینداري د ژوند په ټولو چارو کې ولټوه.