د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی «محمد نبي» د کرکټ نړیوالې شورا په تازه اعلانشوې درجهبندۍ کې د لومړي الراونډر ځای خپل کړی دی.
دا درجهبندي تازه اعلان شوې، چې پکې محمدنبي لومړی او راشدخان څلورم مقام ګټلی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا په دې درجهبندۍ کې دویم مقام د زیمبابوې کرکټ ملي لوبغاړي «سکندر رضا» ګټلی، او استرالیایي لوبغاړي «ګیلن مکسویل» بیا درېیم مقام ګټلی دی.
د ویلو ده چې افغان لوبغاړی، محمدنبي تر دې وړاندې هم د کرکټ نړیوالې شورا د الراونډرانو د لیست په سر کې و.
محمدنبي که څه هم له ډېرو کلونو راهیسې د ملي لوبډلې ترڅنګ دی، خو د کرکټپوهانو په باور یې په ملي لوبډله کې لوبېدل ضروري ګڼل شوي دي.