لیکوال: عبیدالله حسام
یوه پوښتنه چې ډېرو پلرونو او میندو سره وي، دا ده چې لو څه ډول شخص ته واده کړم؟
له حسن بن علي رض څخه پوښتنه وشوه: “زه لور لرم او غواړم چاته یې نکاح کړم، څه ډول شخص سره یې باید نکاح وکړم؟”
هغه رضي الله عنه ورته وفرمایل: “له داسې چا سره یې نکاح وکړه چې له الله تعالی څخه وېره لري. ځکه که یې ورسره مینه درلوده، اکرام او احترام به یې کوي او که یې ورسره مینه نه وه، د الله تعالی له وېرې به پرې ظلم نه کوي.”
لوڼې له والدینو سره د الله تعالی امانت دی، که ورته د نیک خاوند په غوراوي کې پوره پام ونه کړي، د الله تعالی په امانت کې به یې خیانت کړی وي.