د جنوبي کوریا یو شمېر څېړونکو د خپلو نویو څېړنو پر بنسټ سګرټ څکوونکو ته په خطاب کې ویلي، چې که همدا اوس هم سګرټ پرېږدئ، د زړه ناروغۍ خطر کمېدل به مو ۲۵ کلونه وخت ونیسي.
د JAMA په نوم یوې مجلې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د زړه د ناروغیو خطر کمول له سګرټ څخه په استفادې پورې اړه لري. وايي د خلکو روغتیا له سګرټ څکولو سره تړلې او هغوی چې څومره سګرټ کم څکوي، هغومره یې د روغتیا خطر کمیږي.
په راپور کې د څېړونکو په حواله ویل شوي، “هغه خلک چې سګرټ څکوي او د زړه د ناروغۍ لوړ خطر لري، بیرته عادي حالت ته ستنېدل به یې ۲۵ کلونه وخت ونیسي.”
دا څیړنه د ۱۰۰ زره پخوانیو سګرټ څکونکو او ۴ میلیون غیرسګرټ څکونکو د موندنو پر اساس شوې ده.
بلخوا روغتیاپوهانو تل سګرټ څکونکو ته د زړه، تنفسي، سرطان، اوستیوپوروسس او نورو بېلابېلو ناروغیو خبرداری ورکړی، او د روغتیا نړیوال سازمان بیا ویلي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې ۲۲ سلنه کسان له تنباکو استفاده کوي.
د ویلو ده چې هر کال لږ تر لږه ۱۵ زره کسان له سګرټ څخه په استفادې د زړه ناروغۍ له امله مري.