ژباړن: عبدالولي بدلون
مثبت احساسات ستاسو په روغتیا کې مهم رول لري.
جان شینډلر
نفرت، کرکه، ځانغوښتنه او نور منفي عواطف او هیجانونه د انسان د ډېری ناروغیو مسول دي.
کاترین پاندر
د ژوند کوم کارونه د خوشالۍ احساس درکوي؟ هماغه کارونه وکړه؛ ځکه ښه احساس په ښه ژوند تېرولو کې بنسټیز رول لري.
برایان ټریسي
ذهن مو له تنګېدو، ځورېدو او د ګناه له احساس څخه پاک کړﺉ.
پرمودا بترا
ښکاره شوې غوسه غالېبن په بښنه او نه ښکاره شوې غوسه ډېری وخت په بدل اخیستو تمامېږي.
اډوارډ رابرټ بولور لیټون
غوسه او غم انسان وړوکی او کمزوری کوي او هم یې وژني.
هورای فلچر
انسان پدې توانېدلی شي چې منفي احساسات په ټولیز ډول له منځه یوسي؛ ځکه اصلن منفي احساست د انسان د طبیعت برخه ندي.
برایان ټریسي
حسد کونکی حسد په هر چا کې ویني او بخیل همېشه فکر کوي چې هر کس غواړي، پیسې یې ولوټي.
جیمز آلن
هغه کس چې خوشال دی، د فکر په خوشالونکې برخه یې تکیه ده او هغه چې بدمرغه دی، فکرونه یې د بدمرغۍ پیداوار دي.
الا وایلر
بې دلیه غوسه مه کوه. هر څه پخپل ځای کې درک او ووینه او د نورو شرایط هم درک کوه.
فیلیس جورج
هر ګام چې اخلﺉ، ستاسو له احساس سره مستقیم تړاو لري.
پاول ویلسون
ښه احساسات د انسان په بدن مثبت اغېز لري، خو منفي احساسات ناروغي زېږوونکي دي.
جان شینډلر
رواني ځورونکي حالات او ناخوښه احساسات له هر څه ډېر تهدیدوونکي دي.
ډاکټر سیلای
د نورو په اړه ناسم یا منفي احساس لرل؛ تاسو ځوروي، نه هغوۍ. د ځان د آرامۍ لپاره بښونکي واوسﺉ.
پاول ویلسون
ځینې خلک یې په سر احساسوي او په زړه کې فکر ورته کوي.
جي سي لایتنبرګ
هر کس د خپل احساس په اندازه ځان ځوان او بوډا احساسوي.
اندرو ماتیوز
هغه نړۍ چې موږ پکې ژوند کوو، د بې پلويتوب رول لري او له هر هغه څه سره مطابقت کوي چې زموږ په ذهن او احساس کې تېرېږي.
مایک ویکت
د ژوند قانون د عدل او انصاف پر بنسټ ولاړ دی. زموږ ژوند زموږ د تخیل، احساساتو او عملونو پایله ده. هېڅوک له پیله نېکبخت او بدبخت ندي پیداشوي.
مایک ویکت
د ګناه احساس پرېدﺉ او د الله(ج) د بښنې او هغو امکاناتو چې لرﺉ یﺉ، امېد ولرﺉ. د ګناه او ناامېدي احساس بغیر لدې چې انرژي او د کار وخت مو در ضایع کړي، ستاسو په ژوند کې بل مهم کار نه کوي.
مایک ویکت
زموږ ټول هیجانات (خوشالي و خپګان) او احساسات د باخبره (اګاهانه) او ناخبره (نااګاهانه) ټاکنو له وجې دي او بل څوک یې مسول ندي.
احساسات مو له نورو سره شریک کړﺉ، چې اړیکې مو وغوړېږي.
ورنون کلمن
له غوسې مخنیوی مو باید داسې نه وي چې ستاسو د احساساتو د ژوبلېدو او خپګان سبب شي، بلکې تېرېدنه مو باید ریښتېنې وي.
ډاکټر ویلیامز
د خپلو احساساتو او عملونو په واک کې لرلو سره کولی شو چې د نورو د اندونو او عقیدو په اورېدو سره، نه یوازې دا چې ناراحته نشو او د ځان په اړه یې ونه بولو، بلکې کولی شو چې د خپلو مالوماتو ساحه پراخه کړو.
جودي ټاټل بام
یوازې په احساساتو او عکس العملونو پوهاوی په مختلفو مواردو کې موږ ته د بدلون او سموالي توان راکولی شي.
جودي ټاټل بام
مستقیمې او بغیر له کمي و زیاتي خبرې کول، موږ ته دا توان راکولی شي چې سخت او پیچېده مسایل په لا ډېره زړورتیا او توان سره ساده او حل کړو.
جودي ټاټل بام
منفي فکرونه نه یوازې زموږ جسم له خطرونو سره مخ کوي، بلکې زموږ هغه ورځې، ساعتونه او شېبې چې په آرامۍ او خوشالۍ تېرېدای شي؛ په بدترینو ساعتونو او شېبو بدلوي.
جودي ټاټل بام
د ګناه احساس ځکه راته پیداکېږي چې له ځانه لوړه توقع لرو او د ځان په اړه ژر قضاوت کوو.
جودي ټاټل بام
اخلاقي او ټولنیز ارزښتونه هماغه قوانین دي چې پوسیله یې ټولنه د ژوند طرز او نظم ټاکي، بغیر لدغو ارزښتونو ملتونه او هر کس په شدیده رواني ګډوډۍ اخته کېږي.
جیمز میچنر
احساسات دې قابو کړه، ګنې بل څوک به دا کار وکړي.
چینایي متل
له ماشومانو سره مرسته وکړﺉ چې خپل احساسات بیان کړي.
ډاکټر هارستون
د هرې لویې تېروتنې له وجې چې راڅخه شوې دي، که هر څومره ځان ګرم وبولو او د هغو په یادولو ځان ته عذاب ورکړو، بیا هم هېڅ شي ته بدلون نشو ورکولی.
جودي ټاټل بام
کله کله فکر کوو چې د همېشنۍ پښېمانۍ احساس به زموږ سلوک سم او وروزي او یا به له موږسره مرسته وکړي چې د ژوند تېروتنې په سم ډول پیدا او وپېژنو.
جودي ټاټل بام
د دې په منلو سره چې پښېماني بغیر له ځان ازارولو بله پایله نه لري، نو باید ځان هماغه ډول ومنو، لکه څنګه چې یوو.
جودي ټاټل بام
له بده مرغه موږ عادت شوي یوو چې په ناخبره ډول ځان د خرابوونکو فکرونو، شکایتونو، اندېښنو او ډار په دایره کې را ایسار کړو.
جودي ټاټل بام
ځینې وخت موږ اړ یوو چې ذهن مو له زړو او پخوانیو فکرونو، احساساتو، عکس العملونو او نظریو پاک و سوتره کړو.
جودي ټاټل بام
هغه ارادې او غوښتنې چې موږ ته د ډېرو شتو، شیانو او پر خلکو د تسلط لرلو امر کوي؛ زموږ د لا پوهې، هوښیارانه ژوند او تقوا لرونکي نفس درلودو مخنیوی کوي.
ډاکټر وین ډایر
موږ نه یوازې په زړه زخمي کوونکو الفاظو او مبالغې سره خپل احساسات تحریکوو، بلکې په بیا او ډېر تکرار سره یې بیا ځلې په جوش او فریاد راولو.
جودي ټاټل بام