21 °c
Kabul
21 ° پنجشنبه
18 ° جمعه
چهارشنبه, مې 13, 2026
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    تورغونډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو د درمنلې څانګه پرانیستل شوه | پوهاوی‌نیوز

    تورغونډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګه پرانیستل شوه | پوهاوی‌نیوز

    د پنجشېر – تخار سړک رغنیز کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز 

    د پنجشېر – تخار سړک رغنیز کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز 

    د اقلیمي بدلون جدي ګواښونه

    د اقلیمي بدلون جدي ګواښونه

    هېواد کې پرله‌پسې ورښتونه؛ د غزني په «خواجه‌ عمري» کې ذخیروي بند له اوبو ډک شو | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې پرله‌پسې ورښتونه؛ د غزني په «خواجه‌ عمري» کې ذخیروي بند له اوبو ډک شو | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۱ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۱ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي | پوهاوی‌نیوز

    د وروستیو ورښتونو له امله ننګرهار کې «چکډېمونه» له اوبو ډک شوي | پوهاوی‌نیوز 

    د وروستیو ورښتونو له امله ننګرهار کې «چکډېمونه» له اوبو ډک شوي | پوهاوی‌نیوز 

    خوست کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ شوي | پوهاوی‌نیوز

    خوست کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ شوي | پوهاوی‌نیوز

    “کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوه” | پوهاوی‌نیوز

    “کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوه” | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    نړیوال امنیت؛ د چین له لیدلوري د سولې موثره ثابته شوې نقشه

    نړیوال امنیت؛ د چین له لیدلوري د سولې موثره ثابته شوې نقشه

    د باور پر بنسټ دوامداره ملګرتیا: د افغانستان او چین پیاوړې همکاري

    د باور پر بنسټ دوامداره ملګرتیا: د افغانستان او چین پیاوړې همکاري

    د ترانزيت او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه

    د ترانزيت او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه

    له افغانستان تر ایرانه؛ د امریکا د پوځي مداخلو وحشتناک او دردناک میراث

    له افغانستان تر ایرانه؛ د امریکا د پوځي مداخلو وحشتناک او دردناک میراث

    هرمز تنګی ولې مهم دی؟

    هرمز تنګی ولې مهم دی؟

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    ورغوي (لنډه کیسه)

    ورغوي (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    ادبي و داستاني طرحه

    ادبي و داستاني طرحه

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د بریا په اړه د پوهانو ارزښتمنې خبرې

    د بریا په اړه د پوهانو ارزښتمنې خبرې

    ولې د اسمان رنګ شین (ابي) دی؟

    ولې د اسمان رنګ شین (ابي) دی؟

    فرصتونه؛ د بریا پټې دروازې

    فرصتونه؛ د بریا پټې دروازې

    چاپېریال/ محیط زیست/ Environment

    چاپېریال/ محیط زیست/ Environment

    د حسي او احساساتي لیکلو ترمنځ توپیر

    بې مطالعې انسان ته په تمه دامونه

    ګل غونډۍ او د ارغوان جشن (پسرلنۍ مېله)

    ګل غونډۍ او د ارغوان جشن (پسرلنۍ مېله)

    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د بدبينۍ فرهنګ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌

    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات کره‌کتنه

د متناقضو وګړيو په اړه متناقضې خبرې/ لیکوال: اجمل ښکلی

POHAWAI Media by POHAWAI Media
جولای 28, 2024
in کره‌کتنه
0 0
0
د متناقضو وګړيو په اړه متناقضې خبرې/ لیکوال: اجمل ښکلی
0
خپرول
5
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ويناوال پر “زه دروغ وايم” خبره څومره باور کولى شو، چې رښتيا به وايي، که دروغ؟ که دروغ وايي، دا جمله يې هم بيا دروغ ده؛ نو چې دا جمله دروغ شوه، په اصل کې سړى رښتيا وايي؛ نو چې رښتيا وايي، بيا خو “زه درواغ وايم” جمله هم رښتيا شوه؛ نو چې رښتيا شوه، بيا خو رښتيا هم دروغ وايي.

په ژبپوهنه کې دا ډول جملې د مانيز تناقض په لړ کې مشهورې دي. ماناپوهنه د سوسور له وخته په دې اند ده، چې د کلمو په کچ تضاد او د جملو په کچ تناقض د ژبې يوه طبيعي چاره ده.

يوې کليوالې ابې بلې ته ويل: خورې دا مرګونه دومره اسانه شوي، هغه پلانى پرون شپه رک روغ ويده شو، چې سهار راپاڅېد، مړ و. هغې بلې هم د دې پرځاى چې تناقض ته متوجه شي، په “وۍ…” بدرګه کړه.

په لومړۍ بېلګه کې مو د ويناوال سملاسي شتون نه پرېږدي، چې تناقض ته متوجه شو. په دويمه بېلګه کې دواړه ابۍ ګانې په ذهن کې مطمينې دي، چې په جمله کې تناقض نشته.

د تناقض موضوع يوازې تر ژبې پورې محدوده نه، بلکې د ځينو خلکو په فکر و عمل کې ګڼ تناقضونه وي، خو هغه متل دى، چې خپل عيب د وليو منځ وي. داسې زياترو خلکو ته هم ځان ثابت قدمه ښکاري.

که په ژبه کې تضاد او تناقض طبيعي وي، بيا خو يې د انسان په فکر و نظر کې هم له طبيعوالي انکار نشو کولى.

که د يوه فرد له عمل نه د يوې سياسي ډلې تر فکره پورې متوجه شو او و يې شنو، ګڼ تناقضات به پکې ومومو، چې دوى يې په اړه د کليوالو ابۍ ګانو غوندې مطمين دي، چې د فکري ثبات پر پاخه سرک روان دي.

سياسي ډلې د ناپوهۍ يا اقتدار په هوس کې خپل يو عمل توجيه کوي؛ خو متوجه نه وي، چې بل ردوي او پرله پسې تناقض پيدا کوي، داسې افراد هم خپل هر عمل ته د توجيه کميس وراغوندي او په دې ډول ځان د غڼې غوندې د تناقضاتو په جال کې رانغاړي.

د واقعيتونو په اړه مشهوره ده، چې تور و سپين نه وي. ټولنيز واقعيتونه افراد تناقض ته اړباسي. که څوک په دې نظر وي، چې له چا سره به بد نه کوي؛ خو د خپل شرير ګاونډي له شر نه د خلاصون په موخه د هغه د کور څښتن ته شکايت وکړي، چې له کوره يې وباسي، بيا به يې هم ملاتوو، چې په فکر و عمل کې يې تضاد دى؟

د تناقض يو بل لامل رواني هم دى. موږ چې په بنده قبايلي ټولنه کې رالوى شوي يو او د خپلو هيلو د پوره کولو او احساساتو څرګندولو لپاره کافي ازادي نه لرو، د تناقض پيدا کېدل راکې طبيعي غوندې ښکاري. په داستاني ادبياتو کې دا ډول تناقضونه په کرکټرونو کې بالعموم وينو. په دې لړ کې يو مشهور ناول د سکاټلنډي ليکوال رابرټ لويس سټيونسن دى. دا ناول ” The strange case of Dr. Jekyll and Mr. Hyde” نومېږي، چې په ۱۸۸۶ کې خپور شوى. په دې ناول کې هنري جيکل د مرکزي کرکټر د انسانيت مخ دى، چې خلک يې درناوى کوي؛ خو د شپې د هايد په کرغېړن کرکټر کې راوځي او جنايتونه کوي. په پاى کې هنري جايکل له خپل بد کرکټر نه د خلاصون لپاره ځانوژنه وکړي.

دا ناول په انسانانو کې پر رواني تناقضاتو څرخي، چې د فرويډ په اند، لاشعور ته د خپلو شړلو هيلو له لاسوهنې پيدا کېږي. آن زموږ په خوبونو کې راغلي سېمبولونه عجب متضاد اړخونه لري. دا ښيي، چې په اصل کې د بشر يارانه له تناقض سره خورا لرغونې او پخه ده.

تناقض که ګڼ ټولنيز او رواني لاملونه لري، بيا خو يې تقريبا په هر فرد کې شتون حتمي دى؛ نو که داسې ده، ولې له هغه شخص نه کرکه کوو؟

لامل يې ښايي دا وي، چې زموږ په ټولنه کې د ثابت قدمۍ دومره ډېرې ستاينې شوې، چې تناقض ته پکې ځاى نشته. بل لامل يې ښايي له دوه مخۍ سره نه توپير وي.

د ارواپوه آرين عظيمي په اند، د ناهمغږۍ ادراکي نظريې(Cognitive Dissonance theory) پر بنسټ، د متناقض او دوه مخي ترمنځ مهم توپير دا دى، چې دوه مخي اشخاص په جلا وختونو او ځايونو کې په جلا جلا څېرو راښکاره کېږي او هڅه کوي، چې خپله هغه بله څېره پټه کړي؛ خو د متناقض شخص په خبرو کې هممهاله تناقض رابرسېره کېږي او هغه يې پټوي هم نه، مثلا يو کس هممهاله له خپلې دندې شکايت کوي؛ خو جوخت ورپسې وايي؛ “…؛ خو شکر دى، ساعت مو پکې تېر دى”.

يو بل لامل ته يې چي زه متوجه شوى يم، دوه مخيتوب ښايي د بندېزونو له نرمېدو او له ځواکمنېدو سره کم شي؛ خو تناقض داسې اسانه نه ختمېږي، ځکه ژورې رواني ريښې ولري.

ممکن تناقض د دقيقې شننې له نشته هم پيدا شي. موږ بالعموم پېښې او موضوعاتو شنو او هڅه کوو، چې هر څيز بېل بېل کړو، چې و يې پېژنو؛ خو کله په دې چاره کې پاتې راشو. له دې پايلې سره د افرادو او سياسي ګوندونو د اعمالو په تحليل کې ډېر مخېږو، چې ښه او بد اړخونه يې رانه ګډ شي، ځکه موږ له يوه چورلټ منفي يا مثبت فکر سره ورلوېدلي يو؛ خو هغه واقعيتونه زموږ د هيلې پر خلاف بسيط نه وي.

رواني او ټولنيز لاملونه ښيي، چې تناقض له ډېرو پېچلو غاښيو او کږلېچونو راتېرېږي؛ نو که داسې وي، پکار ده، چې د کلمې په واقعي مانا د شخصيت ثبات هسې يو خيال وي، چې موږ يې تظاهر کوو.

پوښتنه دا راپيدا کېږي، چې که وګړي متناقض وي، بيا ورسره چلن څرنګه وکړو؟ پاس د ابۍ ګانو له بېلګې بايد زده کړه وکړو او يو بل ته د زړه غوږونه خلاص کړو، ګوندې وي، چې د ويناوال له متناقضو خبرو، سمه مانا واخلو. په لاندې لنډۍ کې د تهمتونو پر ځاى تناقضونه کېږدئ:

مبارکي راکړئ عالمه

له تهمتونو سره ياره قبوله کړمه

له خپل فوکلوره ډېر څه زده کولى شو. بې تهمته يار خو هر چا ته د منلو وړ وي؛ خو وړ او لوى انسان هغه دى، چې له تهمتونو سره يې ومني. دا تهمتونه که فکري توپيرونه وي او که فردي تناقضونه وي. زموږ په ټولنه کې چې د جګړو له امله روادارۍ راکمه شوې او د سياسي لاسوهنو له امله د توپيرونو د جوتولو لپاره ډېر کار شوى، د ګډو ټکو برجسته کولو ته وخت نه ورکوو او له افرادو د ثابت قدمۍ غوښتنه لرو، آن له خپلو ايډيالو شاعرانو هم دا غوښتنه لرو، چې يوه خبره راته وکړي. مثلا خوشحال تقريبا اته لسيزې ژوند کړى او په دې دومره اوږد ژوند کې ورپسې تجربو له تېر نظره اړولىدى. دا خبره تقريبا د هر شاعر په اړه سمه ده، ځکه شاعري فلسفه نه ده، چې بايد تناقض و نه لري، بلکې د شاعر عواطف دي، چې يو وخت يو ډول او بل وخت بل ډول وي.

تناقض هله ستونزه جوړه کړي، چې اخلاقي بار پيدا کړي او د ثبات په نوم يې په بل د خرڅلاو هڅه وشي. دا ډول تناقض د فرد ټولنيز او اخلاقي اعتبار ته زيان رسوي او له تعامله يې پرېباسي.

د ابۍ ګانو بېلګه راته وايي، چې که تناقض يوازې د يوې جملې په کچ وي، د زغملو وړ دى؛ خو که تر دې واوړي، بيا يې خلک دروغ بولي.

تر دروغو پورې راياده شوه. دروغ د تناقض د پيدا کېدو يو لامل دى، ځکه وايي، چې دروغجن حافظه نه لري. يوه وخت راته يوه کس کيسه کوله، چې لارۍ مې له وسلې بار کړې وه، چې د پوليسو موټر راپسي شو، مجبور شوم، وسله مې ټانګې ته واړوله. ټانګه کې هم پوليسو پرېنښودم، اخر مجبور شوم، وسله مې اوږې ته کړه او ګنو ته ترې ننوتم.

تناقض که د ويناوال د فهم له تشې پيدا شي، توجيه کېداى شي؛ خو که د مقابل لوري د تېر اېستلو او ضرر رسولو په موخه وي، بيا له اخلاقي پلوه ښه عمل نه بلل کېږي. د ابۍ ګانو بېلګه يې لومړى ډول دى؛ خو د وسلوال دروغجن خبره اخلاقي ابتذال لري. لوى خلک تل د خپلو تناقضاتو د راکمولو او له ابتذاله يې د ساتلو هڅه کوي.

ټګونه: ادبیاتټولنهښکلیکره‌کتنه
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    اکتوبر 19, 2025
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    تورغونډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو د درمنلې څانګه پرانیستل شوه | پوهاوی‌نیوز

    تورغونډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګه پرانیستل شوه | پوهاوی‌نیوز

    مې 6, 2026
    د پنجشېر – تخار سړک رغنیز کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز 

    د پنجشېر – تخار سړک رغنیز کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز 

    اپریل 29, 2026
    د بریا په اړه د پوهانو ارزښتمنې خبرې

    د بریا په اړه د پوهانو ارزښتمنې خبرې

    اپریل 29, 2026
    ولې د اسمان رنګ شین (ابي) دی؟

    ولې د اسمان رنګ شین (ابي) دی؟

    اپریل 29, 2026

    وروستي خپاره شوي

    تورغونډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو د درمنلې څانګه پرانیستل شوه | پوهاوی‌نیوز

    تورغونډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګه پرانیستل شوه | پوهاوی‌نیوز

    مې 6, 2026
    د پنجشېر – تخار سړک رغنیز کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز 

    د پنجشېر – تخار سړک رغنیز کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز 

    اپریل 29, 2026

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved