حمیدالله حمیدي
د (رایا بیت الرحمن جومات) د اسیا په کچه ښکلی جومات دی، چې د اندونزیا په )باندا آچه( ښار کې موقعیت لري.
د دغه جومات د جوړېدو چارې په ۱۸۷۹ کال کې پیل او په ۱۸۸۱ کې پای ته ورسېدې. په ۱۸۷۳ کال کې کله چې هالنډیانو د (باندا آچه) پر ښار برید وکړ دغه جومات هم د اور په لمبو کې وسوځید، چې بیا بېرته د هالنډیانو په لاس له سره ورغېد. ددغه جومات لویه مناره په ۱۳۸۳ کال کې جوړه شوې ده.
تر ۱۹۳۵ کال پورې دغه جومات یوازې درې منارې درلودې، خو تر ۱۹۶۸ کال پورې یې د منارو شمېر پنځو ته ورسېد. د رایا بیت الرحمن جومات په اسیا کې یوازنی جومات دی، چې په کلني ډول ترې ډېر سیلانیان لیدنه کوي.
په ۲۰۰۴ کال کې اندونزیا سختې سونامي وځپله چې د ښارونو د ډېری برخو د ورانېدو لامل شوه، خو د رایا بیت الرحمن جومات ښکلا لا هم پر خپل ځای پاتې شوه او کوم زیان ورته ونه رسېد. جومات پر یو وخت د (۳۰۰۰۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د رایا بیت الرحمن جومات ۷ ګنبدې او ۸ منارونه لري، چې جومات ته یې لا ښکلا ورکړې ده.