ژباړه: حامد بهیر
لومړی میتود: اول د هغه څه په اړه چې لیکئ یې ښه تمرکز پرې وکړئ.
دویم مېتود: موضوع په ساده ژبه، یو لاسې او جذابه ولیڪئ.
درېیم میتود: جذابیت هغه وخت منځ ته راځي چې تاسې په ژبه باندې حاکمیت ولرئ او حاکمیت له مطالعې او دوامداره تمرین څخه شروع کېږي.
څلورم میتود: په لیکنه کې مو هغه لغتونه استعمال کړئ چې ساده او مخاطبینو ته د درک وړ وي او ژر پرې پوه شي.
پنځم میتود: په لیکنه کې مو نورو ته د مفهوم په انتقال کې رښتیني اوسئ او په هغه څه باندې پوره باور ولرئ چې لیکئ یې.
شپږم میتود: د لیکنې له بیا بیا کتلو او سمون څخه مو مه ستړي کېږئ؛ ځڪه امکان لري له هر ځل لوستلو وروسته مو په لیکنه کې لا ښکلي ټکي اضافه کړئ یا بې فایدې تر کیبونه ترې لرې کړئ.
اووم میتود: هېڅ یوه لیکنه مو پوره مه پنځوئ؛ ځکه مفکورې په تنهایۍ باندې پوره نه دي؛ له دې امله د یو څه په لیکلو کې تغییر منونکی او په لیکنه کې د بدلون ظرفیت وروزئ.
آتم میتود: لږ تر لږه د اوږدو او ستړې کونکو جملو له لیکلو ډډه وکړئ او په لنډو لیکنو باندې تمرین او تجربه وکړئ.
نهم میتود: تر ټولو ښه لیکنه هماغه ده چې محتوا یې د درک وړ وي؛ نو داسې لیکنه وکړئ چې نور په ښه توگه وپوهوئ.
لسم میتود: په لیکنه کې مسلکي او فني والی مه هېروئ؛ ځکه ښه لیکنه دلیکوالۍ په سلسله کې د فن او هنر گدوله وي.

























































