8 °c
Kabul
11 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
دوشنبه, مارچ 30, 2026
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    “کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوه”

    “کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوه”

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د ترانزيت او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه

    د ترانزيت او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه

    له افغانستان تر ایرانه؛ د امریکا د پوځي مداخلو وحشتناک او دردناک میراث

    له افغانستان تر ایرانه؛ د امریکا د پوځي مداخلو وحشتناک او دردناک میراث

    هرمز تنګی ولې مهم دی؟

    هرمز تنګی ولې مهم دی؟

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    ورغوي (لنډه کیسه)

    ورغوي (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    ادبي و داستاني طرحه

    ادبي و داستاني طرحه

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    ګل غونډۍ او د ارغوان جشن (پسرلنۍ مېله)

    ګل غونډۍ او د ارغوان جشن (پسرلنۍ مېله)

    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د بدبينۍ فرهنګ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌

    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    تېرېدنه | محمد‌مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه | محمد مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

ابهام او لوستونکی

POHAWAI Media by POHAWAI Media
دسمبر 1, 2024
in ادبیات, کره‌کتنه
0 0
0
ابهام او لوستونکی
0
خپرول
48
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ګل رحمن رحماني

لنډیز:

           په اوسنیو پښتو ادبي متونو کې ابهام په پراخه کچه موجود دی، د ادبي متن پنځګر  په شعوري او لا شعوري ډول د لوړې او ټيټې کچې ابهام پنځوي، خو بل لور ته هغه لوستونکی هم شته چې د متضادوو ماناوو او تناقضاتو پر دوه لارې کې سرګردانه ګرځي او د ماناګانو هغه منزل ته په رسېدو کې لارښوونې ته انتظار دی چې پنځګر یې تمه لري. هسې خو په عمومي ډول  په شعر او ادبي نثرونو کې ابهام د نورو ادبي وسیلو تر څنګ له سمبولونو څخه زېږي، ځکه چې سمبولونه د عقل پر ځای پر منطق ډيره تکیه کوي او دا منطق د قرینې په مرسته پوخوالي او فهم ته رسېږي، ذهن باید له اصلي مانا سره وصل شي، کټ مټ لکه استعاره کې چې د قرینې په مرسته لوستونکی تر اصلي موخو پورې رسېږي، د کره کتونکو نظر دا دی چې استعاره په بهرنۍ قرينه ولاړه وي، خو سمبول بیا  په داخلي يا ذهني قرينه تکیه کوي، د شاعر او لوستونکي تر منځ باید يو پوهاوى يا تړون موجود وي.  بله دا چې  په استعاره کې قرینه بهرنۍ وي، د ژبې د قواعدو تابع ګرځي او د استعارې مانا محدودوي، ځکه له استعارې همغه ىوه مجازي مانا اخيستلى شې، خو په سمبول کې چې بهرنۍ قرينه نه وي، څو ماناوې ورکولی شې، همدا څو مانا والی داسې ابهام رامنځته کوي چې د لوستونکي او د پنځګر د اصلي موخې تر منځ دیوال ګرځي.

     دلته مهمه خبره داده چې ابهام څومره کولی شي د لوستونکي د لټون او تجسس روحیه و روزي او لوړه یې کړي، د ابهامونو له منفي او مثبتو اړخونو هم سترګې نه شو پټولی، که چېرته شاعر په ابهام کې د ژبې جوړښت او ژبنۍ ښکلا اړخ ته زیاته پاملرنه وکړي، نو ښايي ابهام یې منفي اړخ ولري، خو برعکس که چېرته یې پر منطقي اړخ او تړاو ډېره خواري وکړي، په دې صورت کې ابهام مثبت او اغېزناکه بڼه پیدا کوي او لیکوال خپلې موخې ته رسېږي، دا موخه په لوستونکي کې د تجسس رامنځته کول دي چې په حقیقت کې د هغه کلام ته شاعرانه یا په ټوله کې ادبي ارزښت وربښي.

 سریزه:

       د ادبي متونو لوستونکی هر وخت په اسانۍ سره هغو مفاهیمو او ماناګانو ته نه رسېږي چې د متن پنځګر یې تمه لري، که ټول نه وي، نو ګڼ لوستونکي  ډېر ځله د متن لوستنې پر مهال له دوه زړیتوب سره مخ وي چې متن کې  دا خبره  او مانا سمه ده او که هغه بله؟

     دا دوه زړیتوب یې په متن کې د پنځګر له لوري هغه راوړل شوي تناقضات او پېچلتیاوې دي چې د اصلي موخې او مانا په اړه یې پرېکړه کول ګران وي، د ظاهري او پټې یا مجازي او حقیقي مانا تر منځ یې سرګردانه کېږي او د دواړو ماناوو تر منځ یو درېیم اړخ د نوموړي د بېل لارۍ یا له اصلي موخې څخه د لرې والي سبب ګرځي. په ادبي متن کې د ابهام د ایجاد بېلابېل وسایل په خپل وار سره لوستونکی له واحدې لارې څخه په ګنو فرعي لارو تګ ته وربولي او څومره چې دا وسایل لکه استعارې، مرسل مجاز، سمبول، کنایې، ژبني ترکیبونه او نور بلاغي توکي زیاتېږي، نو د لوستونکي تجسس هم په ذهني سرګردانۍ اوړي، دقیقه لوستنه ټکنۍ کېږي او د متن ادبي ارزښت په ټاکنه کې خنډ او ځنډ راځي.

      ابهام د علم او هنر تر منځ په ډېر نازک برید ولاړ دی، د هنرمن هڅه دا وي چې په خپلو اثارو کې د ښکلا او لوستونکي د ننګولو او روزلو لپاره ابهام رامنځته کړي، لټون او ذهني کشمکش ته یې وهڅوي، خو عالم بیا له ابهامه په تېښته وي او غواړي چې لوستونکي ته صراحت ورکړي، په مبهمو خواوو پسې د صراحت څراغ را واخلي. په ادبي او هنري متن کې ابهام ښکلا او کمال ګڼل کېږي، خو په علمي متنو کې بیا ابهامونو ته د عیب یا کمزورۍ په سترګه ګوري.

د څېړنې اهمیت او مبرمیت:

      په پښتو اوسنیو ادبي متونو کې ګڼ ابهامونه شته دي چې ډېر یې د ښکلا، ادبي ارزښت او هنري اړخونو د پیاوړتیا په موخه نه دي راوړل شوي او ډېر ځله پر متن، موضوع او ژبه د لیکوال حاکمیت نه لرل ددې لامل شوي چې د شعر او ادبي نثر ابهامونه منفي اړخ پیدا کړي، د لوستونکي د ادبي روزنې او متن د ادبي ارزښت په ټاکنه کې خپلې اصلي موخې ته ونه رسېږي.

د څېړنې موخه:

     له دې مقالې څخه زما دا وه چې د ادبي متن پنځګر دې ته ځیر کړم چې په متن کې د ښکلا او ادبي ارزښت د ایجاد په موخه د ابهامونو د راړولو پر مهال یو څه خپل لوستونکي ته هم پام وکړي او له بې ځایه سرګردانۍ یې وژغوري.

د څېړنې پوښتنې:

  1. ابهام څه ته وايي او د ادبي اثر په جوړښت کې څه رول لري؟
  2. د ابهام راوړلو موخه څه ده او لوستونکي ته باید څومره پاملرنه وشي؟
  3. د ابهام په وسیله په ادبي متونو کې د ایجاد شوو تضادونو او پېچلتیاوو د صراحت لاره کومه ده؟

د څېړنې میتود:

   په دې مقاله کې د څېړنې له تشریحي او تحلیلي میتود څخه ګټه اخیستل شوې ده، ځکه د ابهام موضوع لومړی تشرېح او بیا د لوستونکي له زاویې څخه د اړوندو برخو یو څه تحلیل ته اړتیا وه.

اصلي متن:

      هر هغه کلمه، اصطلاح، عبارت، جمله یا کوم بل متن چې د مطالعې پر مهال ورڅخه څرګند او پرېکنده مفهوم وانه خیستل شي او د مخاطب ذهن په بې مانا لارو یا هم څو داسې ماناګانو سر کړي له خپل صورت څخه نا اشنا وي؛ ابهام بلل کېږي. په ادبي فنونو کې ابهامات ژبنیو پېچلتیاوو سربېره د معاني برخه کې هم پراخه کاري ساحه لري چې د کلام بلاغت څو چنده کوي. په دې توګه باید ابهام ته هر وخت د ادبي متونو د عیب په سترګه ونه ګورو، بلکې دا پرېکړه کله کله په عوامو کې ـ چې پر شعر نه پوهېږي ـ کېږي.

      په انګریزي ادب کې د “Ambiguity” کلمه د پېچلتیا او داسې کلمې په توګه کارېږي چې څو تعبیرونه ورڅخه وشي، خو د اصل موندل یې اسانه نه وي، چاته یې چې مانا موندل امکان ولري، ابهام او څوک چې دا ځواک نه لري، تعقید دی. اروپايي ادیب ویلیام امپسون په خپل کتاب (د ابهام اووه بڼې) که د ابهام رامنځته کېدو په ببا پراخه څېړنې کړې او دې پایلې ته رسېدلی چې ابهام د شعر د محدودیت، وضاحت او دقت د نشتوالي سبب نه ګرځي، بلکې د شعر ښکلاییزه بډاینه کې ونډه اخلي.  (۷۸:۳)

     که څه هم ابهامونه بېلابېل ډولونه لري، خو په ادبي ژبه کې په عمومي ډول په درېیو برخو وېشل شوی دی:

الف) ژبنی ابهام: ژبني ابهامونه د جملو په ارکانو، د جملې د ارکانو یا برخو په حذف او نقش، نا اشنا تشبېحاتو، تخصصي اصطلاحاتو، د ګرامري نقشونو  تنازع، تتو ماناوو، لوستنې او څو ژبو عبارتونو کې راوړل کېږي.

ب) ادبي ابهام: دا ابهامونه تلمیحاتو، د مجاز ډولونو، نا متعارفو اضافاتو یا زیاتونو، ایجاز، ایهام او تام تجنیس، تمثیل، حس امیزي، د کنایو ډولونو او د استعارې ډولونو کې راځي.

ج) معنايي یا موضوعي ابهام: دا ابهام په معنايي پراډکس،  انتزاعي تصویرونو، باورونو، ادابو، رسمونو، په جملو او متونو کې د مانیز تیتوالي … او له مقولې سره د کلمې له ټکر څخه را پیدا کېږي.

   د هنر یوه تلپاتې او اړینه ځانګړنه دا ده چې مخاطب د هستۍ له مبهماتو او مجهولاتو سره مخامخ کوي، څو له تفکر او تخیل سره د تړلو موضوعاتو او پدیدو د سپړنې  او ښکېلتیا په لړ کې د هغه ذهن ته د غوړېدو زمینه مساعده شي، مجهولاتو ته عیني نمایش او د عینیاتو مبهم کول په هنر کې یوه مروجه لار ده چې د یوه اثر د پنځون پر مهال د هنرمن تفکر ننګوي.

     ابهام د متن او مخاطب تر منځ د اړیکو ټینګښت  پر مهال د مانا په ایجاد کې یو ډول ګډون او انګیزه جوړوي چې اکثره دا ډول ابهامونه له کم دقت وروسته بېرته له منځه ځي، خو همدا کم فرصت هم مخاطب ته ددې چانس ورکوي چې له هنري اثر سره مخامخ اړیکه ټینګه کړي، دا اړیکه په یوه بې ابهامه فضا کې هېڅکله د رامنځته کېدو وړ نه وه. (۱۶۰:۱)

  د بلاغي علومو د پوهانو په اند په تخلیقي اثارو کې د ابهام د ایجاد شپږ لارې یا بڼې شته چې دلته ورته اشاره کوو:

  1. د یوې کلمې یا عبارت دلالت په واحد وخت کې په څو معنايي سطحو چې د ایهام، تمثیل او کنایې بڼه لري.
  2. د لیکوال د غوره کړې کلمې سره د نورو کلمو ګډول لکه تاویل منلو او ضمني دلالتونو کې.
  3. په یوه کلمه یا واحد دال کې په ښکاره د بې تړاوه مفکورې او مانا جمعه کېدل لکه تام تجنیس، محتمل الضدین او دوه وجهي صنعتونو کې.
  4. په یوه کلمه یا عبارت کې د دوو دلالتونو یا مختلفو او متفاوتو ماناوو داسې جمعه کېدنه چې د لیکوال د ذهني ابهام ښکارندوی وي.
  5. له کوم مخکني فکر پرته د کلامي ابهام په بڼه د لیکوال او شاعر له خوا د داسې کلمو غوراوی چې یوازې د لیکنې یا تخلیق پر مهال یې ذهن ته ورځي.
  6. کله چې کلامي تعبیر او تفسیر په ښکاره متناقض وي، تحلیل یې لوستونکي ته پرېښودل کېږي چې په کلام کې د تناقض  په بڼه وي.
  7. د لیکوال او شاعر د دروني ګډوډۍ، وېش یا ثبات نشتوالي په سبب په کلام کې د ښکاره مانیز تناقض او تضاد د نشتوالي په سبب د ابهام رامنځته کېدل چې له پنځونې څخه د پنځګر ناخبري څرګندوي.

    هېره دې نه وي چې د ابهام په پورتنیو ټولو اوو  بڼو کې یو څه مشترک هم دي، د  اشتراک دا وجه په وینا کې پېچلتیا، له یوې مشخصې او قطعی(پرېکنده) مانا څخه تېری  او په دوو یا څو شیانو دلالت دی؛ چې دا ځانګړنه اساسا د شعر او هنر اصلي ځانګړنه ده او له علم څخه د بیان متفاوتې لارې را په ګوته کوی. (۱۸۷:۷)

   که څه هم ابهام د لیکنې په متن کې مستقیم رول نه لري، خو د متن د ایجاد، بشپړتیا او په ځانګړي ډول د لوستنې پر مهال همېشه  د یوې اساسي ستنې په توګه مطرح دی. متن له بشپړېدو وروسته د لوستونکي خدمت ته وړاندې کېږي، د متن په خبرو راوستل، په کې د نغښتي فکر یا مفکورو خپراوی او په کې د نغښتو فکري او فرهنګي بې ژبو یا چوپو عبارتونو او کلمو پاڅون د لوستونکي په غږ او غوښتنه کېږي. په دې اساس کله چې د متن د منځپانګې یوه عمده برخه په ټولنه کې د لوستونکي د ذهنیت او ژبې په اساس انعکاس مومي، نو ددې موندنې مقدار او ماهیت د پیغام رسونې په لېږد کې یو اساسي عامل دی. ابهام له متن څخه د لوستونکي په موندنو یا اخذ کې یوازې د متن په پراخ فهمۍ کې نه دی، د هغه کم معلومات، د سواد ټیټه کچه او تجربې هم په کې شاملې دي چې نه شي کولی خپلې اخیستنې د لیکوال د مفکورو په هېنداره کې د یوه راڼه او هم انډول تصویر په بڼه وګوري. (۱۰۳:۳)

    په ادبي متونو کې د ابهام د ایجاد یوه موخه هم لوستونکی لټون او تجسس ته اړکول وي. کره کتونکی اجمل ښکلی د لوستونکی د تجسس په اړه لیکي: تجسس له ابهام سره تړلى دى. تږى لاروى که په سره صحرا کې د اوبو په لټون وتى وي او اوبه ونه مومي، نهيلى کېږي؛ خو دا لاروى که رښتيا هم تر شديدې تندې او شديد تجسس وروسته د رڼو اوبو په چينه واوړي؛ نو له خولې نه يې بېواره د خوشحالۍ سبحان الله ووځي. (۵۷:۵)

         کله چې لوستونکی د متن په اړه څه ناڅه پوهاوی ولري، د متن له موضوع څخه یو څه متفاوت تخصص ورسره وي، له لیکوال سره یې تجربې چندان ورته والی ونه لري او یا یې هم په هغه موضوع کې تر دې دمه چندان ژور فکر نه وکړی؛ نو له متن سره د مخامخ کېدو په صورت کې به د همدې متن د فهم  برخه کې ډېرې ستونزې ولري. ځکه خو شک نشته چې د یوه متن د مانا سمه موندنه ایجابوي چې مخاطب باید له وړاندې په موضوع کې اړینې ذهني اړیکې ولري. کله کله خو بیړه او د دقت نشتوالی یا هم له متن څخه د ورځپاڼو د متن په څېر تصور لوستونکی له ګڼو ابهامونو سره مخامخ کوي. ژوره او عالمانه مطالعه نه یوازې چې په اثارو کې د باطني ستونو د ټینګښت سبب ګرځي، بلکې له لوستونکي سره مرسته کوي چې د متن له محتوا څو قدمه وړاندې لاړ شي او د فکر لوړتیا رهبري کړي.

       کله کله داسې هم کېږي چې د ابهام د ایجاد عامل له متن سره د لوستونکي د اړیکې ټینګښت کې زماني او مکاني فاصلې وي. له پخواني متونو، قالبونو او سبکونو سره د لوستونکي عادت او له نوو ادابو او سبکونو سره د هغه د اشنایي او جوړجاړي نشتوالی ددې لامل ګرځي چې د ابهامونو له دېوال سره مخ شي او له ورځنیو ادبیاتو او هنر سره په ځنډ او خنډ اشنا شي، په همدې ډول که چېرته د نوو ادبیاتو لوستونکی په نوو سبکونو کې ورک شي او په زاړه یا پخواني ادب کې یې مطالعه کمه وي، له شک پرته چې له ابهامونو سره به مخ وي او هغه متونو کې چې په نوو قالبونو او موضوعاتو کې د ژوند د متفاوتو تجربو حکایت کوي؛ ابهام به یې لوړ وي. (۴: ۲۶-۲۷)

  ځینو ادبپوهانو ابهام یو ذهني توهم (ډار) بللی دی چې د لوستونکي له دوه زړي توب سره تړلی دی، خو رېښه یې په نه لوستنه او نه پوهېدنه کې ده، په دې اساس کله چې یو شمېر لوستونکي د ادبیاتو د یوې ځانګړې بڼې یا دورې یا هم د یوه شاعر او لیکوال له اثارو سره د ډېر پېچلتیا او جدیت په سبب لېوالتیا نه څرګندوي، لامل یې دا دی چې له دا ډول ادب سره ډېر کم سروکار لري او هغه تصویر چې دده په تصور کې نقش شوی دی، له واقعیت سره ډېر تطابق نه لري. (۶۳۹:۵)

     په ګڼو متونو کې ابهام له دې امله زېږېدلی چې لوستونکي خپل مخاطب نه دی پېژندلی یا یې تصور دا وي چې ګني مخاطب یې ددې موضوع په اړه پوره پوهېږي او تکرار ته به یې حاجت نه وي، دلته موخه دا ده چې د یوه مطلب له راوړنې یا تکرار پرهېز او پر ځای یې پر لنډیز او اشاره بسنه کول هم ابهام رامنځته کېږي. کله هم یوه موضوع د  مخاطب پر وړاندې د خپل عمومیت او عام پېژند په سبب یوازې په لنډه اشاره خلاصه کېږي، دلته په دواړو موردونو کې تر ډېره د همدې مطلب د مطالعې زمان او مکان د وخت په تېرېدو سره د بدلون لامل ګرځي، راتلونکي نسلونه او کلونه چې مخاطب  ددې موضوع مطالعه کوي؛ نو دا مهال شونې نه ده چې همغه معلومات دې ورسره وي، طبیعي ده چې په درک کې یې له جدي ابهام سره لاس او ګرېوان کېږي. (۴۳:۲)

   هر متن له خپلو څپرکو یا اړخونو او تصویرونو سربېره هم په ځان کې د ځینو ناویلو خبرو او ضمني مفاهیمو یوه ټولګه لري چې پنځګر یې نه دی توانېدلی یا یې هم نه دي غوښتي چې په مستقیم ډول یې متن کې ثبت کړي، کله یې بیا په ساده اشارو بسنه کړې او کله هم له یوه مانا لرونکي سکوت سره ورڅخه تېر شوی دی. ددغه سکوت د راز او رمز کشف چې له ډېرو ناویلو ډک دی او پنځګر په خپل اثر کې د غوراوي په یوه ځانګړې بڼه شاته پرېښی، د متن په جوړښت کې داسې دقت ته اړ دی چې بېلابېلې سویې لري، څو د پیدایښت سیاسي، ټولنپوهنیزې او ارواپوهنیزې خواوې یې به سم ډول ارزیابي شي، په دې چې په ځانګړې دوره، ځانګړې موضوع او د انتخاب ځانګړو دلایلو کې د یوه اثر د تخلیق د علتونو کشف د همغه اثر په ایجاد کې د هنري جوړښت او د بیان طرز، همداسې ګڼې نورې پوښتنې؛ هغه ناویلې خواوې دي چې خپله له ځان سره ډېرې خبرې لري او اهمیت یې د متن له مستقیمو خبرو څخه کم دی.

   د هنري جوړښتونو ماتېدل او لوستونکی د اثر په ظاهرا پاشلو او حتی  یو له بل سره د بې ارتباطه برخو له ټولګې سره مخامخ کول هم په لوستونکي کې د ابهام د ایجاد سبب ګرځي، په دا ډول جوړښتونو کې لوستونکی نه یوازې چې په متن کې د درج شوو مفاهیمو په موندنه کې له ستونزې سره مخ وی، بلکې د اثر د ظاهري سکښت له نوي او دود شوي سکښت سره د اړیکې په ټینګښت کې هم ـ چې د اثر د ظاهري کودونو او خبرو مطالعه او د مفاهیمو موندنه ده ـ په اسانۍ نه شي وتلی او اکثره وخت یې له مطالعې څخه مخ اړوي یا یې هم پوره نا لېوالتیا سره لولي، خو په پایله کې له خپل کار څخه چندان ګټوره پایله نه شي اخیستلی، دلته یوازې هغه لوستونکی بري ته رسېږي چې مسلکي او د لیکنې له دې میتود سره اشنا وي. (۴۸:۸)

   د هنري نړۍ لید ترکیب او په کې له شته امکاناتو ګټه اخیستنه – چې د لیکوال له لوري د متن د بډاینې او مانا ته د څو ګونو زاویو د ښوودنې لپاره ورکول کېږي ـ لوستونکی له متن او موضوع سره د اسانه اړیکې په جوړولو کې له ستونزو سره مخ کوي او په اثارو کې د هنري ابهام لامل ګرځي.

        دا ډول استفادې چې په ځانګړي ډول روایتي، ننداریز او سینمايي سکښتونه دي، ریالیستي فضا چې د لوستونکي لپاره اشنا ده، د کیسو، افسانو، ماوراء طبیعي عالمونو، خیال او خوبوبو په ځانګړي ډول جادويي ریالېزم او نورو هنري مکتبونو سره ګډېږي او لوستونکي ته یو پاروونکي متن رامنځته کوي چې اکثره وخت لوستونکی/ مخاطب د هنري منطق او معنی افرینۍ له خصوصیت وړاندې د اثر په دروني ځانګړو واقعیتونو کې ورکېږي. په دا ډول اثارو کې د بېلابېلو تاویلونو لپاره زمینه مساعده وي او هر څوک په خپله اراده او تصور له متن څخه حکایت جوړوي، خو ددې ټولو تفسیرونو او تحلیلونو سره سره متن همغسې د مخکنیو رازونو او ابهامونو په څادر کې نغښتی وي.

 پایله :

   په پایله کې ویلی شو چې زموږ په ادبي متونو کې پراخه ابهامونه موجود دي چې لوستونکی یې په څو لارو سر کړی دی، ددې یو لامل په لیکوال او بل په لوستونکي پورې اړه لري. لیکوال ځکه چې هغه لا د علمي او ادبي ابهامونو له رازه په بشپړ ډول نه دی خبر شوی، د ابهامونو په راوړلو او کارونه یې کې یې د لوستونکي د تجسس او تحلیل کچه په پام  کې نه ده نیولې، په اثارو کې یې د ابهام د ایجاد له وسایلو ډېره استفاده نه ده کړې، دا وسایل د جملو حقوقي ماناوو، ګرامري ترکیبونو، استعارو، مرسل مجاز، کنایو، سمبولونو او ژبنۍ تصویرونو مسلکي کارونه ده چې ادیب خپلې موخې ته رسولی شي.

     لوستونکی په دې د یادونې وړ دی چې د ورته متفاوتو اثارو پراخه مطالعه نه لري او د خپل تجسس یا لټون په پایله کې د اثر د شاعرانه یا ادبي ارزښت په را سپړلو کې د پنځګر تمه څنګه چې لازمه ده؛ نه شي پوره کولی. د ابهامونو لټون باید لوستونکی ته خپل ځانګړی خوند ورکړي او ددغه راز له موندنې سره لوستونکی ځان تر نورو وګړو ډېر متفاوت حس کړي.

وړاندیزونه:

  1. شاعران او دادبي اثارو پنځګر باید د ایهام له اغېزناکو وسایلو څخه مسلکي ګټه واخلي او خپل هنري چلند لوستونکي ته په پام سره  عیار کړي.
  2. سمبولیک او کنايي بیان پر منطق ولاړ دی او څومره چې منطق عالي او مسلکي وي، هومره د لوستونکي لپاره د ابهامانو د صراحت اړخ ورسره پیاوړی کېږي؛ نو غوره ده چې په ادبي متن کې د منطق دې بڼې ته پاملرنه وشي.
  3. له ایهام او ابهام څخه موخه لوستونکي ته د خوند او تجسس ورکول دي، پنځګر باید له دې هڅې لاس واخلي چې پر لوستونکي د خپل قلمي یا ادبي عظمت د منلو له لارې پر هغه لار ورکه کړي او دوه زړی یې پرېږدي.
  4. د ادبي متن پنځګر باید د پښتو ادبي اثارو اوسنی لوستونکی له یوې مخې په یوازې ځان د ابهامونو جړ غوټو پرانېستې ته پرېنږدي، باید داسې اشارې او مرستندویې کنايې ورسره پرېږدي چې د هغه موخې او پیغامونو ته په خپل فکري ځواک ورسېدلی شي.

ماخذونه:

  1. اسحاقزی، اورنګزېب. (۱۳۹۷لمریز). د پښتو ادب په لمن کې. ننګرهار: مازیګر خپرندویه ټولنه.
  2. بهیر، فهیم. (۱۳۹۹لمریز). د ادب ټولنیز دریځ. ننګرهار: هاشمي خپرندویه ټولنه.
  3. رحماني، ګل رحمن. (۱۳۹۸لمریز). د تصوراتو بڼ. کابل: د ارګ فرهنګي مشاوریت.
  4. شریف، جنید. (۱۳۹۹لمریز). سرتوره ابیقوره. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
  5. ښکلی، اجمل .(۱۳۹۳لمریز، تله).((سمبولېزم او ابهام)).  مڼه مجله. پرله پسې(۹مه)ګڼه. وردګ: خوځښت روزنیزه موسسه.
  6. غضنفر. منلی، اسدالله او نجیب. (۱۳۹۸لمریز). د ادبیاتو دنیا. کابل: ازادۍ راډیويي مجله خپرونه.
  7. کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۹لمریز). سیندونه او اندونه ( دویم ټوک). جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.
  8. محصلین. (۱۳۹۷لمریز). ادبي شننې. کابل: علومو اکاډمي او کابل پوهنتون.
ټګونه: ابهام او لوستونکیادبیاتپر متن کره‌کتنهکره‌کتنهلیکوالي
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    اکتوبر 19, 2025
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    “کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوه”

    “کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوه”

    مارچ 29, 2026
    ګل غونډۍ او د ارغوان جشن (پسرلنۍ مېله)

    ګل غونډۍ او د ارغوان جشن (پسرلنۍ مېله)

    مارچ 24, 2026
    د ترانزيت او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه

    د ترانزيت او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه

    مارچ 24, 2026
    له افغانستان تر ایرانه؛ د امریکا د پوځي مداخلو وحشتناک او دردناک میراث

    له افغانستان تر ایرانه؛ د امریکا د پوځي مداخلو وحشتناک او دردناک میراث

    مارچ 12, 2026

    وروستي خپاره شوي

    “کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوه”

    “کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوه”

    مارچ 29, 2026
    ګل غونډۍ او د ارغوان جشن (پسرلنۍ مېله)

    ګل غونډۍ او د ارغوان جشن (پسرلنۍ مېله)

    مارچ 24, 2026

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved