ژباړه: ګلثوم محمدي
کيله له تغذيي ارزښت څخه برخمن دي. د زړه فعاليت ښه کول، د هاضمې سیستم ښه کول، د بدن انرژي زياتول او د بدن ايمني سیستم پياوړي کول دا ټول د کيلې له گټو څخه شمېرل کېږي.
د کيلې ځانگړتياوې په دوديز طب
د دوديز طب له نظره، کيله گرم يا تاوده طبع لري او د هغو کسانو لپاره چې ساره طبع لري کارول يې سپارښتنه کېږي. دوديز طب د دې مېوې کارول هغو کسانو ته وړاندېز کوي، چې ضعف او د وينې کمښت ولري. په دوديز طب کې د کيلې غوره ځانگړتياوې عبارت دې له:
د بدن پياوړتيا؛
ښه هضم؛
د زړه فعاليت ښه کول؛
د وينې فشار کمول؛
د بدن انرژي ډېرول.
د کيلې مهمې گټې
کيله د معدې او هاضمې سیستم لپاره گټور تمامېدای شي. کيله له فايبر څخه ډکې دي، چې د غذايي موادو د ښې هضم لامل کېږي.
کيله له A, B او C ويټامينونو څخه ډکې دي، چې د پوستکو لپاره گټور تمامېږي. کيله د پوستکي د روښانتيا لامل کېږي، له زړېدل يې مخنيوی کوي او پوست ته آبرساني کوي.
کيله له ويټامين A يوه غوره سرچينه ده، چې دغه ويټامين سترگو ته ډېرې گټې لري. سربېره پر دې، ويټامين C, E او بتاکاروتن په دې مېوه کې شته چې له سترگو څخه ساتنه کوي.
په کيله کې ويټامين B6 او B12 شته، دواړه ويټامينونه د اعصاب د ارامتيا لامل کېږي. سربېره پر دې کيله د پوټاشيم اوتریپتوفان(Tryptophan) په لرلو سره د هورمونو کچه تنظيموي او د سټرس په کمولو کې هم مرسته کوي.
کيله له مغذي موادو لکه، مگنيزيم، د B گروپ ويټامينونه، پوټاشیم او د انټي اکسیډان ځانګړتياوې لري. چې د ماغزه د روغتيا لپاره او د عصبي ناروغيو لکه، آلزايمر او پارکينسون په ښه کولو هم مرسته کوي.
د ښځو لپاره د کيلې گټې
. د هډوکو پياوړې کول: تاسو د سالم هډوکو لپاره څه شی ته اړتيا لري؟ کلسيم هغه معدني مواد دی، چې کمښت يې د هډوکو د ضعيف کېدو لامل کېږي. کيله له کلسيم څخه ډکې دي او د هډوکو د روغتيا لپاره گټور تمامېدای شي.
د مياشتنۍ عادت دردونه کمول: کيله د مياشتنۍ عادت د دردونو په ښه کول کې گټور تمامېږي؛ ځکه په کيله کې شته پوټاشيم د دې لامل کېږي د عضلاتو انقباضات کم شي او د مياشتنۍ عادت دردونه کموي.
د زړه بدوالی: د امېندوارو مېرمنو يوه ستونزه د سهار لخوا زړه بدوالی او کانگې دي. کيله د ويټامين B6 په لرلو سره د دې ستونزې په حل کولو مرسته کوي. سربېره پر دې کيله د جنين د معافيتي سیستم د پياوړې کېدو لامل کېږي. دا مېوې د ويټامين C او فولاټ يوه غوره سرچينه ده، چې د جنين د عصب د ودې لپاره مرسته کوي.
د ماشومانو لپاره د کيلې گټې
کيله د کاربوهيدارت يوه غوره سرچينه ده، چې د انرژي د ډېروالي لامل کېږي. دا مېوې د ويټامين C په لرلو سره د ماشومانو د معافیتي سیستم لپاره گټور تمامېدای شي. سربېره پر دې دا مېوې د پوټاشيم او مگنيزيم يوه غوره سرچينه ده، دا معدني مواد د هډوکو د سالم ودې لامل کېږي. همدارنگه دا مېوې د ويټامين B6 په لرلو سره د ماغزه د پياوړتيا لامل کېږي.























































