ژباړه: ګلثوم محمدي
د مميز له مهمو ځانگړتياوو څخه د پوستکي او وېښتانو پياوړتيا او د وزن کمول دي، دغه مغذي مواد د فايبر يوه غوره سرچينه بلل کېږي.
انگور په ځانگړې توگه تور انگور د بدن د روغتيا لپاره ډېرې گټې لري.
د تورو انگورو بدلول په مميزو د دې مېوې ساتل او په سړو موسمونو کې کارول یې يوه لاره ده.
په دې ليکنه کې تاسو به د مميزو په هکله بشپړه معلومات ترلاسه کولای شي.
د نارينه وو لپاره د تورو مميزو گټې
تور مميز نارينه وو ته ډېرې گټې لري، مميز له مغذي موادو لکه پوټاشیم او ال آرژنين(L-Arginine) څخه ډکې دي، چې د بدن د روغتيا لپاره گټور تمامېدای شي. په مميزو کې شته.
پوټاشیم د وينې فشار کنټرول کوي او د زړه ناروغيو خطر کموي. دا مغذي مواد نه يوازې بدن ته هغه انرژي چمتو کوي، چې ورته اړتيا لري بلکې د ال آرژنين په لرلو سره د وينې جريان لوړوي. د مميز يوه ځانگړنه دا ده، چې د اسپرم حرکت په ښه کولو کې هم مرسته کوي.
ښځو ته د تورو مميزو حیرانوونکې گټې
تور مميز د کلسیم او مگنيزيم په لرلو سره د هډوکو د پياوړتيا لامل کېږي. هغه ښځې چې د عمر د لوړېدو له امله د هډوکو ضعف لري، دوی ته مميز ډیرې گټې لري. سر بېره پر دې هغه ښځې چې د مياشتنۍ عادت له امله د اوسپنې کمښت سره مخ وي، دوی لپاره هم گټور تمامېږي. مميز د ويټامين C، غوړ اسیدونه او د انټي اکسیډان ځانګړتياوې لري، چې د امېندوارۍ پر مهال د دفاعي سیستم د پياوړې کېدو لامل کېږي.
د ماشومانو لپاره د تورو ممیزو گټې
تور مميز له اوسپنې څخه ډکې دي، چې د ماشومانو د انرژي د زياتوالي او همدارنگه د ماشومانو د ودې لامل کېږي. سربېره پر دې دا مېوې د وينې کمښت لپاره هم گټورې دي.
مميز د فايبر يوه غوره سرچينه ده، چې د قبضيت په ښه کولو کې مرسته کوي. دا مېوې د هاضمې سیستم لپاره گټور تمامېدای شي.
دا غذايي مواد د B او C ويټامينونو په لرلو سره د ماشومانو د بدن د دفاعي سیستم د پياوړتيا لامل کېږي.
مميز د انټي اکسيډان ځانگړتياوې لري، چې د التهاب په کمولو کې مرسته کوي.
مميز د کلسيم او پوټاشیم يوه غوره سرچينه ده، چې د ماشومانو د هډوکو او غاښونو د روغتيا لپاره گټور تمامېدای شي.
په تورو مميزو کې ملاتونين شته، چې د ماشومانو د ښې خوب لامل کېږي.
د تورو مميزو گټې په دوديزه طب
په دودیز طب کې د تورو مميزو کارول هم سپارښتنه کېږي. دا گټورې مغذيي مواد له ويټامينونو څخه ډکې دي. په دوديز طب کې تور مميز د وينې کمښت په درملنه کې، د وينې فشار په کنټرول کې، قبضيت، د هاضمې سیستم لپاره، د بدن د دفاعي سیستم او همدارنگه د حافظې په ښه کولو کې ترې گټه اخیستل کېږي.
اعصابو ته د تورو مميزو گټې
تور مميز د مغذي موادو او ويټامينونو په لرلو سره د اعصابو او روان په روغتيا کې مهم رول لوبوي. دا مغذيي مواد د سټرس او اضطراب په کمولو کې هم مرسته کولای شي. سربېره پر دې په مميزو کې شته پوټاشیم او مگنيزيم د اعصابو د پياوړتيا لامل کېږي او د اعصابو د ناروغيو مخنيوی کوي.
د تورو مميزو زيانونه
مميز په ځانگړې توگه تور مميز بدن ته ډېرې گټې لري؛ خو که په کارول يې افراط وشي، ښايي ځينې ضرورنه ولري لکه، د هاضمې سیستم ستونزه، مميز د ډېرو کالوري او شکر په لرلو سره د وزن د ډېروالی لامل کېږي. ښايي ځينې حساسیتونه هم رامنځته وکړي لکه، زړه بدوالی، گانکي، نس ناستی، تنفسي ستونزه، تب او نور…