ژباړه: حامد بهیر
د لیکوالۍ لپاره انگېزه، دلیکلو لومړی عامل دی؛ خو دې انگېزې ته څه ډول په خپل ځان کې وده ورکړو؟
لومړی: په لیکلو کې مهم اصل احساس او د لیکلو لپاره د انگېزې درلودل دي؛ ځکه ښه لیکنه د فرد د احساس او ذوق د یو ځای والي څخه سرچینه اخلي.
دویم: په مسلسل ډول کتاب ولولو او عاطفي او انگېزشي لورو او محتوا ته یې پام وکړو. دغه کار په موږ کې د لیکوالۍ لپاره یو ښه انگېزه را منځ ته کوي.
درېیم: د پېښو، عاطفي تجربو، او انګېزشی لیدلورو په انعکاس پیل وکړو. او د دې کار د کولو لپاره د لیکوالۍ په غېږه کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړو.
څلورم: ژبه د لیکوالۍ د اصولو په بنیاد زده کړو او په خپل ځان کې د لغتونو ذخېره بډایه کړو.
پنځم: هغه محتوا او مفهوم چې پنځوو زیات تمرکز پرې وکړو؛ یانې د هغه څه په څرنگوالي باندې باید پوه وو چې لیڪو یې، تر څو وکولای شو د هغه له جزیاتو نه مخاطب ته معلومات ورکړو.
شپږم: د عمومیاتو له ویلو څخه ډده وکړو؛ ځکه ښه لیکنه هغه ده چې په هغې کې د عمومیاتو له ویلو څخه ډډه شوې وي او شفاف او یو لاسي معلومات مخاطب ته وړاندې کړي.
اووم: له لیکلو نه ستړي نه شو او اړتیاده چې زحمت وباسو او بې حوصلې نه شو؛ ځکه له ستړیا څخه لرې والی او صبر، په لیکوالۍ ڪې د بریالي کېدو راز دی.
آتم: هغه څه چې لیکو لومړی یې باید ښه وسنجوو او په دې برخه کې سنجول خپل ورځنی عادت وگرځوو.