ژباړه: حامد بهیر
مطالعه او د کتابونو لوستل په دوامداره توگه له موږ سره مرسته کوي تر څو د لیکوالۍ په پروسه کې د هغې د باریکیو او ښکلاوو سره اشنا شو؛ خو تر ټولو مخکې باید پوه شو چې څه ډول کتابونه ولولو تر څو د پوهې او تجربې محور مو د لیکوالۍ په برخه کې پورته لاړشي.
لومړی پړاو: هغه کتابونه چې د ژبپوهنې، سمې لیکنې او د لیکوالې د اصولو اړوند وي ولولو تر څو د لیکوالۍ له اصولو او د لغتونو، جملو او پراگرافونو له سمې کارونې سره آشناشو.
دویم پړاو: د ادبیاتو اړوند کتابونه لکه: ادبي کرکتنه او همداسې د بدیع، بیان، معاني او د اړتیا په وخت کې که مو له شعر او شاعرۍ سره مینه درلوده د عرضو او قافیو د علم په اړه هم کتابونه هم ولولو.
د دې تر څنگ د ادبیاتو په لمن کې د ادبي نظریو لوستل هم له یاده ونه باسو؛ ځکه دې برخې ته پاملرنه له موږ سره مرسته کوي تر څو د ادبیاتو په برخه کې له مډرنو او آپډېټ شوو لېدلورو سره آشناشو.
درېیم پړاو: ناولونه او کیسې ولولو؛ ځکه د ناولونو او کیسو لوستل زموږ د تجربو د لوړېدا تر څنگ، د لیکوال کیدو په برخه کې انگیره راکوي تر څو له مطالعې سره مینه وکړو او کتابونه ولولو/ ویې لیکو.
څلورم پړاو: د تاریخ لوستل له یاده ونه باسو؛ ځکه تاریخي پوهه د معلوماتو له مخې زموږ پوهه دومره لوړوي چې په رښتیا سره زموږ تاریخي شعور د لیکوالۍ په برخه کې لوړوي.
پنځم پړاو: د فلسفې لوستلو ته په استمراري ډول دوام ورکړو. که چېرې نه شو کولای په مسلکي ډول فلسفه زده کړو، خو یو څه آشنایي باید حتمي ورسره ولرو؛ ځکه فلسفه د هغې پدېدې د درک لپاره هغې پوښونو څښاک دی چې چې په اړه یې موږ لیکو.
شپږم پړاو: د روان پوهنې زده کړه لکه د لیکوالۍ په اړه د فلسفې زده کړه، اړینه چاره ده او په هغو باندې پوهېدل له موږ سره مرسته کوي تر څو د پېښو او خلکو رواني اړخونو ته په ژوره او له ظرافتونو ډکه توګه پام وکړو او لکه “داستایفسکی” د روس یو مشهوره لیکوال، د انسان روان د کلمو او ښو جملو په مرسته په ښه ډول رسم کړو.
له همدې وجې څخه لیکوالي یو اوږد خو یو شونی کار دی؛ ځکه ادبیات چې لیکوالي یې یوه مهمه برخه ده له ډول ډول علمو سره اړیکې لري او دا اړیکه څو اړخيزه ده.
که څه هم نه شو کولای د دغو شپږو پړاوونو په طی کولو سره د لیکوالۍ لپاره بسنه وکړو او ډول ډول علوم له خدای پېژندنې نه تر منطق او ټکنالوژۍ پورې … نه شو کولای زده کړو؛ خو د دې لپاره چې وکولای شو د لیکوالۍ په برخه کې گټوره لاره تعقیب کړو، کولای شو د دې شپږو پړاونو څخه استفاده وکړو.