ژباړه: ګلثوم محمدي
څېړنو ښودلې چې په ټوله نړۍ کې له يو ميليارد څخه ډېر خلک د وينې لوړ فشار لري. د ژوند په طرز کې بدلون او سم غذايي رژيم کولای شي د وينې لوړ فشار او د زړه د ناروغۍ په کمولو کې مرسته وکړي. په غذايي رژيم کې ځينې خواړه شاملول، په ځانگړي توگه هغه خواړه چې پوټاشيم او مگنيزيم لري، کولای شي د وينې لوړ فشار په ټيټولو کې مرسته وکړي.
د وينې فشار لپاره سالمې غذايي رژیم
د وينې لوړ فشار(Hypertension) د زړه د ناروغيو لامل کېږي، د درمل اخیستو سربېره، د ژوند په طرز کې او په غذايي رژيم کې بدلون هم کولای شي، د وينې فشار په کنټرول کې مرسته وکړي.
د وينې د لوړ فشار د کنټرول لپاره غوره خواړه عبارت دي له:
1- مرکباتو: مرکباتو له ويټامينونو، معدني او مغذيي موادو څخه ډکې دي، چې کولای شي د وينې فشار په ټيټولو او همدارنگه د زړه د روغتيا لپاره يې هم گټور دي.
څېړنې ښيي چې د مېوې کارول د وينې لوړ فشار په کنټرول کې مرسته کوي، لکه د پرتقال او انگور جوس څښل کولای شي د وينې فشار په کنټرول کې مرسته وکړي.
2- کب: غوړ کب د اميگا 3 غوړ يوه لويه سرچينه ده، چې د زړه روغتيا لپاره ډېرې گټې لري. دا غوړ کولای شي د التهاب په کمولو او همدارنگه د وينې فشار په ټيټولو کې مرسته وکړي.
3- پاڼې لرونکې سابه: پالک او لبلبو د پاڼې لرونکې سبزيو څخه دي، چې د وينې فشار په کنټرول کې مرسته کوي. دا سبزيجاتو له مغذيي موادو لکه، پوټاشیم او مگنيزيم يوه غوره سرچينه ده. په پالک کې مغذيي مواد د نيترات په نامه شته، چې د وينې فشار په کمولو کې مرسته کوي. سربېره پر دې دا سابه د کلسيم او انټي اکسيډان ځانگړتياوې لري، چې د زړه د روغتيا لپاره هم گټور تمامېدای شي.
4- مغزيات: مغزياتو او تخمونه د وينې لوړ فشار لپاره ښه خواړه دي. هغه مغزيات چې د وينې فشار لپاره ډېرې گټور تمامېږي عبارت دې له: د کډو تخمونه، پستې، بادام، چهار مغز او نور…
دا مغذيي مواد له فايبر او آرژنين څخه ډکې دي، چې د وينې جريان سموي او د وينې فشار په ټيټولو کې مرسته کوي.
5- حبوبات: حبوبات لکه عدس،لوبیا او نخود له مغذيي موادو لکه، پوټاشیم او مگنيزيم څخه ډکې دي، چې د وينې فشار په تنظيم کې مرسته کولای شي.
6- توت: توت د بدن د روغتيا لپاره ډېرې گټې لري. د توت يوه مهمه ځانگړنه دا ده، چې د زړه ناروغۍ خطر کموي او د وينې لوړ فشار لپاره هم گټور تمامېدای شي. دا گټورې مېوې د انټي اکسيډان ځانگړتياوې لري، چې د وينې جريان لپاره مناسبه مغذيي مواد گڼل کېږي.
7- هگۍ: د هگۍ گټې خورا ډېرې دي او له مغذي موادو، لکه ویټامين، پروټين او صحي غوړو څخه ډکې دي. څېړنې ښيي چې هگۍ د وينې لوړ فشار لپاره گټور تمامېدای شي.
کوم خواړه د وينې لوړ فشار لپاره ضرر لري؟
هغه خواړه چې د سوديم کچه پکې لوړه وي. چپس او برگر د وينې فشار لوړوي. د هغو څښاکونو کارول چې پکې د شکر کچې لوړه وي او همدارنگه د غوړ څخه زيات کارول دا هم وينې فشار د لوړېدو لامل کېږي.