ژباړه: ګلثوم محمدي
ويټامينونه او منرالونه له مغذيي موادو څخه شمېرل کېږي، ځکه په بدن کې سلگونو دندې ترسره کوي. که د دې مغذيي مواد په کارول يې افراط وشي بدن ته زيان رسوي. اما که چېرې بدن په کافي کچه دغه مغذيي مواد ترلاسه نه کړي، ښايي ډېرې ستونزې رامنځته شي. موږ د يو سالم غذايي رژيم په لرلو سره کولای شو، له دغو مغذيي موادو څخه گټه پورته کړو.
په دې ليکنه کې تاسو له معدني موادو او ويټامينونو سره اشنا کېږئ.
د بدن د اړتيا وړ مغذيي مواد
زموږ بدن هره ورځ پوستکي، نسجونه، عضلات او هډوکو توليدوي او په چتکۍ سره د وينې سرې حجرې تولیدوي، چې غذايي مواد او اکسيجن ټول بدن ته رسوي. همدارنگه عصبي پيغامونه په ماغزه او بدن کې دوران کوي. د دې ټولو کارونو لپاره بدن ويټامينونو او منرالونو ته اړتيا لري.
سربېره پر دې ويټامينونه او منرالونه د هډوکو او د بدن د دفاعي سيستم د پياوړتيا لامل کېږي او د التهاب په ښه کولو هم مرسته کوي.
په بدن کې د ويټامينونو رول
زموږ بدن د خپل فعاليت لپاره ويټامينونو ته اړتيا لري. که چېرې بدن د ويټامينونو د کمښت سره مخ وي، خپل فعاليت له لاسه ورکوي. ځينې ناروغۍ چې د ويټامين د کمښت له امله منځته راځي:
1- اسکوربوت: په پخوانيو وختونو کې سمندري ځواکونو( دريا نوردان) وموندله، چې له تازه مېوو او سبزيو( د ويټامين C اصلي سرچينه ده) پرته د څو مياشتو ژوند د وړيو د خونريزي، بي حالي او کسالت لامل کېږي.
2- سالم ليد له لاسه ورکول: په ځينو هېوادونو کې اوس هم ځينې خلک د ويټامين A د کمښت له امله خپل ليد له لاسه ورکوي.
3- ريکت: د ويټامين D کمښت کولای شي د ريکت ناروغۍ لامل شي، په دې حالت هډوکو نرم او ضعيف کېږي او په پايله د هډوکو د خرابوالي لامل کېږي.
څرنگه چې د ويټامينونو کمښت بدن ته ضرر رسوي، که چېرې په کافي کچه وکارول شي، بدن ته ډېرې گټې رسولای شي. د کلسیم، مگنيزيم، ويټامين D، ويټامين K او فاسفورس ترکيب کولای شي د هډوکو له ماتېدو څخه مخنيوی وکړي. فلوريد هغه معدني مواد دي چې نه يوازي د هډوکو په جوړښت کې مرسته کوي. بلکې دې د غاښونو د خرابېدو مخه نيسي.
په بدن کې د معدني موادو رول
معدني مواد يا منرالونه لکه کلسیم، پوټاشیم، مگنيزيم، فاسفورس، سوديم او سلفر دا هغه معدني مواد دي چې بدن ته ډېرې گټي لري. د دې معدني موادو اصلي دنده د بدن د اوبو توازن ساتل دي، سوديم او پوټاشیم د دې کار مسول دي. کلسیم، مگنيزيم او فاسفورس د هډوکو د روغتيا لپاره گټور تمامېدای شي. سربېره پر دې نور معدني مواد هم شته چې بدن ته ډېرې گټې رسولای شي لکه، اوسپنې چې بدن ته اکسيجن لېږدوي. فلوريد د غاښونو د استحکام لامل کېږي او له خرابېدو يې مخه نيسي. نور معدني موادو لکه، کروم، مس، سلنيوم او نور…