ژباړه: حامد بهیر
۱ـ هیڅ څه هم په دې نړۍ کې تلپاتې نه دي ان زموږ ستونزې او بدبختۍ هم.
۲ـ په باران کې له ګرځېدو سره مینه لرم ځکه څوک مې اوښکې نه شي لیدلائ.
۳ـ د ژوند تر ټولو بده ورځ هغه ده چې پکې ونه خاندو.
چارلي چاپلین وایي:
له ټول غربت وروسته شتمن او مشهور شوم زده مې کړل چې په پیسو:
– کولائ شو ساعت واخلو، خو وخت نه؛
– کولائ شو مقام واخلو، خو درناوی نه؛
– کولائ شو کتاب واخلو، خو پوهه نه؛
– کولائ شو درمل واخولو، خو درمان نه؛
– کولائ شو د خوب جامې واغوندو، خو آرامه خوب نه.