د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو ۳۵ پایې نصب شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې د دې پایو په نصبېدو ۴۴۰ میلیونه افغانیو لګښت راغلی دی.
د یاد ریاست مسوولینو دا هم ویلي چې د روان کال د ټي ډي اېف په لسمه پروژه کې د یوې مخابراتي شبکې د ۲۵ سایټونو سروې بشپړه او د ډېریو شبکو ساختماني چارې پای ته رسېدلې دي.
وایي، دا سایټونه د ۲۴ ولسوالیو لپاره منظور شوي وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې سږ کال د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست په دننه کې د درې میلیونو افغانیو په ارزښت یو مجهز کمپیوټر لب، د ودانۍ ترمیم او د اړتیا وړ توکي هم پېرل شوي دي.