ژباړه: حامد بهیر
حکیم وویل: احمق څلور نښې لري؛ لومړی خپل دروغ رښتیا بولي، دویم ځان پوه او نور ناپوه گڼي، درېیم ژوند یې د نورو د عیبونو په را سپړلو کې تېروي، څلورم هیڅکله خپل د ناپوهۍ له مصیبت څخه نه ځوریږي.
شاگرد ترې و پوښتل: استاده! د پوهې او ناپوهۍ تر منځ پوله کومه ده؟
ویې ویل: همدا چې فکر کوې هیڅ نه پوهېږې، د پوهې انتها ده او دا چې فکر کوې پوهېږې د نا پوهۍ انتهاده؛ ځکه هغوی چې نه پوهیږي، هیڅکله د انتهایي زده کړې لپاره قایل نه دي.
ویې ویل: انسان څو پړاوونه لري؟
وویل: دوه پړاوه. لومړۍ مرحله د ټول انسان او دویمه مرحله د پوره انسان. د ټول انسان په پړاو کې، انسان د خپلو انساني اړتیاوو په دایره کې د یوه اړمن په ډول دی چې د خپلو ځمکنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅه کوي؛ خو د پوره انسان په پړاو کې هغه له خپلو ځمکنیو او مادي اړتیاوو څخه مخکې ځي. د هر بند او تعلق څخه ازادیږي، ژوره کتنه کوي او لوړ الوزي؛ سم د باز په ډول.
په وروستیو کې یې ټینگار وکړ: ماته داسې نصیحت وکړه چې په ټول ژوند کې مې په کار راشي؟
ویې ویل: ښه فکر وکړئ، ښه عمل وکړئ تر څو نړې له ښو ډکه شي.