ژباړه: ګلثوم محمدي
اناناس د خوندورو او مشهورو مېوو په ډله کې راځي، چې خوند يې خوږه او يو څه تروش دی. دا مېوه د خپل خوندورو خوند سربېره د گڼو مغذي موادو، لکه ويټامين، معدني مواد، فايبر او انتي اکسیدان په لرلو سره د بدن د روغتيا لپاره خورا گټور تمامېدای شي. اناناس سربېره پر درمليزې ځانگړتياوې تغذيي ارزښت هم لري.
په دې ليکنه کې تاسو د اناناس په اړه لا زيات معلومات ترلاسه کولای شئ.
اناناس د ويټامين C بډايه سرچينه
اناناس په خپل ترکيب کې په زياته کچه ويټامين C لري، چې د انتي اکسيدانو يو بېلگه ده او د بدن د پياوړتيا لامل کېږي. دا مېوه د عفونتونو د اخته کېدو خطر کموي. د نسجونو د ودې او زخمونو په ښه کولو کې مرسته کوي. ويټامين C په بدن کې د اوسپنې د جذب لامل کېږي، چې له پوستکي، هډوکو او غاښونو څخه ساتنه کوي.
د درد او د التهاب ضد ځانگړتياوې
اناناس د بروملين يوه غوره سرچينه ده. دغه انزايم د التهاب ضد ځانگړتياوې لري، چې د درد او( تورم) په کمولو کې مرسته کوي. بروملين د مفصلي دردونو په آرامول کې هم گټور دي.
د هاضمي سيستم روغتيا
په اناناس کې شته بروملين د ښې هضم لامل کېږي. دا هضمي انزايم د پروټينونو په هضم کې ګټور تمامېدای شي او د هاضمې سیستم د درد او ناراحتۍ په کمولو کې مرسته کوي. سربېره پر دې دغه مېوه د التهاب ضد دی او معدې د نفخ په کمولو کې هم گټور تمامېږي.
د سرطانونو د ودې مخنيوی
اناناس د انتي اکسيدانو لکه ويټامين C، بتاکاروتن او فلاونوئید په لرلو سره د سرطان ضد ځانگړتياوې لري. دغه انتي اکسیدانو د سرطانونو د ودې مخنيوی کوي. په اناناس کې شته بروملين د سرطانونو د اخته کېدو خطر کموي.
سالم زړه
اناناس د فايبر، پوټاشيم او انتي اکسیدان په لرلو سره د زړه د روغتيا لامل کېږي. په اناناس کې شته فايبر د کلسټرول په کنټرول مرسته کوي او د وينې په رگونو کې د غوړو د جوړېدو څخه مخنيوی کوي. په اناناس کې شته پوټاشيم د وينې فشار په کنټرول کې مرسته کوي او د زړه ناروغيو د اخته کېدو خطر کموي.
سربېره پر دې اناناس د مغذي موادو په لرلو سره د پوستکي د تازه والی، د وزن کمول، سالم ليد، د سټرس او اندېښنې په ښه کولو کې مرسته کوي. په دې توگه د دې مغذي مواد شاملول په غذايي رژیم کې ستاسو د بدن د روغتيا او پياوړتيا لامل کېږي او له بېلابېلو ناروغيو څخه مخنيوی کوي.