هندي رسنیو خبر ورکړی چې د دوی د سینما پر ستوري «سیف علي خان» برید شوی او سخت ټپي شوی دی.
هندي رسنیو پرون (چهارشنبه، د مرغومي ۲۶مه) ویلي، چې یو غل د سیف علي خان د کور ته ننوتی و، د هغه ساتونکي ورسره لاس او ګریوان شوی، خو کله چې سیف علي خان مداخله کړې، غل پرې د چاقو ګوزارونه کړي او شپږ ځایه یې ژوبل کړی دی.
بلخوا پولیسو د دې پېښې په تایید ویلي چې د سیف دوه زخمونه ژور دي او یو ټپ یې د ملا تېر ته نژدی او ګواښوونکی دی.
د پولیسو په وینا چې بریدګر تښتېدلی دی.
سیف د هند «ممباۍ د لیلاوتي» په روغتون کې بستر دی او د یاد روغتون یو ډاکټر ویلي، “سیف علي خان تر جراحي عملیاتو لاندې دی او له عملیاتو وروسته به یې د ټپونو حالت معلوم شي.”
باید وویل شي چې په دغه برید کې د سیف علي خان مېرمنې او د هند نامتو اداکارې «کرینا کپور» او دوو زامنو ته یې کوم زیان رسېدلی نه دی.