د غزني د ښاروالۍ مسوولین وایي، په یاد ولایت کې د «یونپس» موسسې په مالي ملاتړ د یو کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.
د دې ادارې د مسوولینو په وینا چې په دې کانال نهه میلیونه افغانۍ مصرف شوې او ۱۵۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه.
د غزني ښاروالۍ دا هم ویلي چې دا کانال ۲۷۱ متره اوږدوالی، دوه نیم متره لوړوالی او دوه متره پلنوالی لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دې کانال په جوړېدو سره به د ملکي روغتون اوبه د ښار له عمومي کانال سره ونښلول شي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د «یونپس» په ګډون د ګڼو بهرنیو موسسو په مالي ملاتړ په یو شمېر ولایتونو کې ورته پروژې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې وې.
د غزني مسوولینو دا هم ویلي چې د «یونپس» نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې یو شمېر نورې پروژې هم تر کار لاندې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.