د کابل ښاروالي وایي چې د «سرایشمالی» او «نادریې لېسې» څلورلارو ترمنځ د غځېدلي سړک د جوړېدو چارې په چټکۍ پيل شوې دي.
ویل کېږي، دا سړک درې کیلو ۲۸۹ متره اوږدوالی او له ۲۰ – ۳۰ مترو پورې سور لري، چې سرایشمالي او نادریې لېسې څلورلارې سره نښلوي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ادارې ویلي چې د یاد سړک د جوړېدو چارې به د سږ کال ترپایه بشپړې شي.
وایي، اوسمهال د دغه سړک د لښتیو، خاورینې برخې، کیندنو، خاورې لېږدولو او د خنډونو پاکولو کارونه شروع شوي او دا مهمه پروژه به په ښه کیفیت بشپړه شي.
کابل ښاروالۍ تر دې وړاندې هم د ښار په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر سړکونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارلي وو.
بلخوا کابل ښاریان د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي، خو د ښار د لا ښکلا په موخه د ورته پروژو د پیلېدو غوښتنه کوي.