د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوغان» خبرداری ورکړی که اسراییل پر لبنان برید وکړي، نو ترکیه به د لبنان کلک ملاتړ وکړي.
ښاغلي اردوغان اسراییلو ته په خطاب کې ویلي، ترکي پوځیان حاضر دي چې پر لبنان د برید پر وخت د اسراییلو پر وړاندې جګړه وکړي.
د ترکیې ولسمشر دا هم ویلي چې اسراییل باید هېڅ داسې ګام اوچت نه کړي چې د دوی لپاره ناوړه پایلې ولري.
د ویلو ده چې په فلسطین د اسراییلو د برید د لبنان او اسراییلو اړیکې ترینګلې کړې او په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو خبرداري ورکړل شوي دي.