نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په «دېره اسماعیل خان» کې ناپېژانده وسلهوالو د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر موټرو ډزې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا برید د جولای په ۳۰مه شوی او چاته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.
بلخوا پولیسو د دې پېښې په تړاو ویلي چې په هغه «مرمۍ ضد» موټر کې د ملګرو ملتونو سیمهییز مامورین سپاره وو. او د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.
تر اوسه د دې ډزو مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی، او د پاکستاني طالبانو تحریک هم په یوه اعلامیه کې په یاد برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د «بنو سیمې» پر یو پوځي مرکز د برید په پایله کې ۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي وو.