پوهندوی ګل رحمن رحماني
لنډیز
په دې مقاله کې له هنري پنځونو څخه تر ډېره پورې موخه ادبیات دي، ادبیات کې په فلسفه یا فلسفه په ادبیاتو کې وکتل شي، په ټولو کې دا خبره څرګنده ده چې دوه اړخیزه اړیکه یې په هر صورت کې د ارواپوهنې پر مټ ټینګه ده او ارواپوهنه له ادبیاتو سره تر بلې هرې پوهنې ژورې اړیکه لري، ځکه چې تخلیقي ادبیات د پنځګر له رواني دنیا سره تړلي دي، له عواطفو او احساس سره سروکار لري، د انساني فردیت او د هغه د خلاقې دنیا تفسیر وړاندې کولو وړتیا لري.
د انساني فعالیت په ټولو ډگرونو لكه تاريخ، فلسفه، ټولنپوهنه، ارواپوهنه او نورو برخو كې د ادبياتو د هنر فعاليت هم شته دی. هره ادبي پنځونه او تخلیق د انسان د شعور او لا شعور سره ژوره رواني اړیکه لري، د ګڼو ادبي اثارو لومړۍ رېښې یې د انسان په لاشعور کې را ټوکېږي، ځینې اړخونه یې په شعور تکیه کوي، خو دواړه بیا د بیان لپاره ځانګړې ژبې ته اړ دي.
ارواپوه فرویډ لومړی ځل د ادبیاتو د ارواپوهنې په لړ کې دا خبره څرگنده كړه چې خبري شعور ژبه لري او په ژبه كې ماناگانې او كلمات له جوړښت سره سرو كار لري، چې هغه زموږ ورځنۍ ژبه ده، په همدې ډول لا شعور یا ناخبري شعور هم د ژبې لرونکی دی چې له شعور سره یې ژبه جلا ده. د فرويد په باور د ناخبري شعور ژبه انځوریزه وي، په استعارو، سېمبولونو او رمزونو کې پټه وي؛ په دې صورت کې كه څوك د رمزونو او رازونو په مانا پوه نه شي او سېمبولونو سره سرو كار ونه لري؛ نو ګرانه ده چې په دغه ژبه دې وپوهېږي، ددې کار لپاره د هېرمونوتېزم (د متن د تفسير فن) ته اړتيا ده، یاني متن باید تفسیر او تاءویل شي، ګڼ لرغوني دیني متون په داسې رمزونو کښل شوي چې ظاهري او باطني ماناګانې ورڅخه اخیستل کېږي.
کلیدي کلمې: روان، هنري پنځونه، هنر، هېرمونوتېزم، تفسیر، لیدلوری، تحلیل
د څېړنې مېتود: په دې مقاله کې له کتابتوني – تشریحي میتود څخه ګټه اخیستل شوې ده.
د څېړنې پوښتنې:
- د پنځګر روان په هنري اثر کې څومره څرګندېږي؟
- د هنري پنځونو سرچینې څنګه موندلی شو؟
- له بېلابېلو پوهنو سره د اړیکو پر مهال هنر کومه بڼه خپلوي؟
- شاعر او لیکوال په کوم حالت کې ښه تخلیق کولی شي؟
- د هنرمن جنسي تمایلات په هنري پنځونه کې رول لري که نه؟
سریزه
ادبيات او ارواپوهنه دواړه نه يوازې د خپلو احساساتو، قضاوتونو، هيجاناتو په توگه یو له بل سره مرسته كوي چې د ژوند موجوده مانا كشف كړي. ادبيات په روښانه ډول كولی شي چې انسان ته پوهاوى وركړي او د هويت په باب د هغه شعور او پوهاوى لوړ كړي، انسان او د هغه وجودي حالت هر وخت يو داسې حقيقت و او دى چې په زياترو علمي څېړنو، ښكلو هنرونو او ادبياتو كې ځليدلى دى.
شاعر او لیکوال په کوم حالت کې ښه او شاهکاره پنځونه کولی شي؟ ديونگ له نظره لومړی د شاعر ازادانه او گټور روح پنځېږي او بری تر لاسه کوي، د شاعر د روح داسې ژورو ته ور ښکته کېږي چې د هغه د يوازيتوب په خبرتيا برلاسی مومي، که وړاندې پر ټولو جزئیاتو او مکنوناتو نه و برلاسی، په دې وضعیت کې هغه پوهاوي ته رسېږي چې ټول بشريت په کې يو ډول ونډه لري او طبعا چې د يونگ اشاره په دې برخه کې «قومي تحت الشعور» ته ده چې د هغه په متن کې خپل بشري مشترکات لري.
دی د بېلګې په ډول وايي چې ګیاه او واښه نه یوازې د خاورې محصول دي، بلکې ژوندي، کوټلي او خلاق موجودات هم دي، ماهیت یې د خاورو له ماهیت سره کوم تړاو نه لري، همداسې هنري اثر هم د یوې داسې هستونې په توگه چې په ازاده توگه له ټولو مقدماتي شرايطو نه کار اخلي، پوهېدنه او ځانگړې تگ لاره يې د بهرنیو لاملونو پر ځای خپله پر هغه تکيه کوي. د باندنیو ابتدايي شرایطو پر مټ دا ویلی شو چې هنري اثر داسې ښکارنده ده چې په اسانۍ سره د خاور په څېر تغذيه کوونکي لري، د انسان له شخصي استعداد نه گټه اخلي او له هغو ځواکونو څخه چې د ځانگړو قوانينو په لړ کې رامنځ ته کېږي، په خپله خوښه ځان ته بڼه او څېره خپلوي. هغه هنري اثر چې لا هم نه دی پنځېدلی، خو د هنرمن په روح کې یې نطفه رامنځته شوې او یو ځای نیسي، طبیعي قدرت او چاره ده چې د ظالمانه ځواکونو او رنګینو دوکو او تېر وېستنې له لارې خپلې طبیعي موخې پالي، لاسوهنه کوي، د انساني ګټو او شخصي زیانونو اندېښنه ورسره مله وي، هغه چې د هستونې ځواک لېږدولي او منځته راوړي دي، کټ مټ له خاورو څخه د را زغونو شوو ونو او بوټو په څېر وده مومي.
د څېړنې موخې:
- د خلاقیت او هنر اړیکه موندل
- په هنري خلاقیت کې د پنځګر د روان او ټولنیز موقف مشخول
- په ادبي اثارو کې د هنر انګیزه او زاویې سپړل
د هنرمن د روحياتو په باب ځانگړى تصور دا دى چې هنري هستونې په اغراقي ډول د شاعرانه تخيلاتو پر بنسټ رامنځته کېږي؛ خو يوازې دومره ويلي شو چې د هنرمن او د عادي انسان تر منځ توپير دا دى چې هنرمن زيات عصبي حساسيتونه لري او بيا هغه څوک چې هنرمن شي، هماغه مخکنی حساسيت يې کافي نه وي؛ بلکې دوه نور شرطونه هم ورته لازمي دي:
لومړی: کله چې دا حساس انسان له هنري دنیا سره اړیکه پيداکړي او هنر ته يې پام شي.
دویم: کله چې فنون او هنري اثار زده کړي.
د هنرمن د احوال توپير پر یادو دواړو عاملونو پورې اړه لري، یاني هر څومره چې د هنرمن حساسيت شديد او د پوهې خزانه قوي وي؛ په هماغه اندازه ډېرې عالي هنري لاسته راوړنې لرلی شي، د هنرمن د زده کړو او تجربو زېرمه ډېر زيات رول لري. د هنر په تېورۍ کې ددې تر څنګ د هنر او رښتینولۍ موضوع هم مطرح کېږي او د رښتینولۍ رېښه بیا هم د انسان له فطرت او روان سره تړلې ده، دا موضوع په ځانګړي ډول هغو ټولنو کې چې اخلاقي اصولو او حاکمو ارزښتونو ته ډېره ژمنتیا لري، په لوړه کچه په پام کې نیول کېږي، ځکه چې پر اثر اخلاقي باور د پنځګر او تخلیق د مطرح کېدو یوه لاره وي.
پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون د کاظم خان شیدا د هنر پېژندنې اثر «د تخیل سمندر» کې ددغه نازکخیال ادیب د رښتینولۍ په اړه لیکي: شیدا د هنر او شعر په ژبه دنیا ته د یو صادق شاعر انسان په توګه خپله مفکوره په شاعرانه ژبه وړاندې کړه. ده په ټولنه کې د یو شاعر او لوړ ادیب په توګه خپل دریځ وساته، د وطندوستي، مینې محبت او د ګران وطن د سرلوړۍ او ښېرازۍ لپاره یې په انځوریزه او رښتینې ژبه خلکو ته ژوند وښود، رښتینولي دده د شعر هغه خوږلني ده چې له زړه راوتې ده، څه یې چې په زړه کې وو، هغه یې بیان کړه، خپلې تجربې او ژوند یې خلکو ته د یوه رښتیني شاعر انسان په توګه بېلګه کړ.(۱۷۷:۱م)
د شیدا په اړه دا هم ویل کېږي چې د هنر او ادبي ژوند لپاره یې د خانۍ او سردارۍ ژوند ته شا کړه او همدې پرېکون هغه ته د هنر او ادب لویه خزانه ډالۍ کړه، پوهاند ازمون په دې اړه زیاتوي: شاعري ورته اواره ژوند ډالۍ کړه، دی همدغه معنوي ارزښت او ښکلې دنیا ته له مادي دنیا تېر شو، خپل شته یې د عدالت او رښتيني ژوند لپاره دو کړه، له خان خانۍ نه ملنګۍ ته راووت، لکه د باد یې پښه پر ځمکه ونه لګېده، خو زور یې د هر چا په سترګو کې پاتې شو، ده د ژوند تر پایه په خانۍ پسې لاسونه ونه مرړول، یوازې او یوازې یې د یوې رښتینې او د عدالت پر ستنې ولاړه ټولنه یې غوښته، همدا غوښتنه او ارمان یې د رښتیني ژوند بیان دی. هدف یې د یوې انساني ټولنې جوړښت و. شیدا د ژوند تجربې په هنري پایله کې وړاندې کړې چې له مخې یې دی د یوه استاد مفکر او مخیل شاعر په توګه په ټولنه کې یاد شو. ده په خپل کلام کې هنري او فني ارزښت ساتلی دی. (۱۷۸:۱م)
د هنري پنځګر احساس او ادراکه ددغه دریځونو د پېژندنې په برخه کې مهم رول لوبوي او څومره یې چې کچه لوړېږي، شاعر هومره له هنري محدودیت څخه وړاندې ځي. د ادراک او مانا اثر لیکوال مصطفی سمون په دې اړه لیکي: احساس او ادراک له فزیولوژیکه اړخه دوه بېلابېل مراحل لري. یو ټاکلی حسي تحرکت دی، چې کولای شي مختلف ادراکونه رامنځته کړي، حسي تحریک او ادراک کولای شي چې په یوه درک موخې ته ورسېږي. ټول فزیولوژیکي اطلاعات ښيي، چې ټاکلی تحرک تل یو فعالیت په حسي کورټکس کې تولیدوي، خو واقعیتونه په ډاکه سره ښيي، چې هماغه ټاکلی تحریک ادراک نه رامنځته کوي. که بل ډول ووایو چې یو ټاکلی تحریک کولای شي بېلابېل ادراکونه رامنځته کړي. (۳۳:۵م)
په نړۍ کې د هنر دريځونه محدود دي، ټول له مينې يا عشق، رنځ، بغاوت، هیلو او مبارزې، بشرپالني او وياړونو سره په تړاو خبرې کوي، ابتذال يا نوښت په دې پورې اړه لري چې تر کومې اندازې پورې د هنرمن پوهه او فلسفه ژوره او پراخه ده، تکرار او تقليد چې د بې هنره او يا بې بنسټه هنرمن تگلاره ده؛ نه يوازې د هنر په برخه کې کوم خوند نه اېجادوي، بلکې د کرکې د ايجاد لامل ګرځي.
د ادبي پنځونو یو اصلي محور ژبه ده او ژبه زموږ د ژوند په ټولو اړخونو کې رېښې لري. د ادراک او مانا د لیکوال په اند د ژوند له تحول سره په هر څه کې بدلون روان دی، دا ځکه چې بدلون له نوښت او پرمختګ سره نورې لارې هم پرانېزي. اوس دا پلټل کېږي، چې ګڼي ژبه د انساني ژوند له ټولو اړخونو او علومو سره اړیکه لري او که یوازې تر وینا پورې محدوده ده؟
د مطرح شوې پوښتنې په رڼا کې ویلی شو، چې د ژبې په مټ د وینا تر شا هغه پټ مزي سپړل کېږي، چې د همدې ژبپوهنیزو اړیکو له مخې یې له نورو علومو سره لري او دا خبره ورو ورو ثابتېږي هم. همدا ژبني توکي دي، چې موږ له ذهني پلوه له وړو مشاهداتو سره مخ کوي او راته وايي چې سمه مشاهده هغه وي چې تضادونه په کې کم وي، ذهني انځور ته د رسېدو لپاره په عمل اشاره او ژبنیو فعالیتونو کې ښودل کېږي، چې بیا وینا خپلې موخې ته رسوي. (۹۶:۵م)
ادب څېړونکی استاد محمد اکبر کرګر وايي چې په ادبي هنر کې ژبه د بيان او اظهاراتو وسيله ده چې له دې لارې د انسان د فرهنگي وجودي شخصيت او فرديت هغه توپيرونه روښانه كېږي چې تل د ليكوالو او فلاسفه وو له خوا پرې خبرې كېږي، ادبيات د دې مطالعاتو او څېړنو وسيله ده او دا روښانه خبره ده چې ارواپوهنه او ادبيات دواړه د څېړنو له مخې په بشري تعامل كې ښكېل دي، دوى دواړه د د انسان غبرگونونه، د نړۍ په باب پوهه، د بشر خپگانونه، هيلې، غوښتنې، وېره، شخړې او پخلاينې فردي او ټولنيزې اندېښنې او د بېلابېلو مفاهيمو میتودونو او تماسونو او همدارنگه د ليكوال ژوند د خپل عيني پوهاوي، ايديولوژيكي او ارزښتي قضاوتونو او خلاصو دروازو نامعلومې او ناليدونكې نړۍ په توگه څرگندوي.
هنري خلاقیت د ازاد ذهني محصول دی او ذهني ازادي د غوره هنري خلاقیتونو د ودې لپاره اساس دی. تړلي ذهنونه نه شي کولی چې د هنر په دنیا کې الوت وکړي او لوستونکي د شاهکاره ادبي اثارو څخه برخمن کړي. استاد اکبر کرګر په دې اند دی چې خلاقیت د ذهني ازادۍ په څېر د رازونو ټولګه ده، ارواپوه کولی شي د بهیرونو یا ذهني جریانونو په لړ کې دواړه پرېکړې تشریح کړي، خو نه شي کولی هغه څه چې د فلسفي ستونزې په توګه یې مطرح کوي، د هغې لپاره د ژوند لاره پیدا کړي. خلاق انسان یوه داسې پېچلې پوښتنه ده چې کېدای شي هڅه وکړو چې له بېلابېلو لارو ورته ځواب ووایو، خو هر وخت نتیجه نه لري. (۶۴:۶م)
کله کله دا خبره مطرح کېږي چې د هنري خلاقیت روان او طبیعت تر ډېره پورې پر تخیل او تصور ولاړ دی، حال دا چې د قلموالو مرکزي تکیه په فکر وي او قلم د فکر د بیانولو غوره وسیله ده، د عرب څېړونکي او کره کتونکي محمد مندور په وینا چې ادبي اثار باید د بشر روحي یا رواني دردونه تسکین کړي.
نوموړی په ادبي کره کتنه اثر کې لیکي: موږ دا منو چې بشریت متفکرینو او پیاوړیو قلموالو ته اړه لري، چې د بېوزلیو د حقوقو دفاع وکړي او هغوی له تېري او ناپوهۍ ژغوري، خو انسانیت داسې چاته هم اړه لري، چې د هغوی ژور روحي دردونه تسکین کړي او د ډبرې په څېر کلک ذوقونه نرم او لطیف کړي، چې دا خپله بشریت ته ستر خدمت دی او له دې لارې پر بشري زړونو او شخصیتونو ژورې اغېزې پرې باسي او دا خبره ضروري ده، چې د بشر روحي ناروغیو د هغه د مادي پرمختګونو مخنیوی کړی همدارنګه د ذوق وچ کلکوالی او انجماد نه یوازې ټولنیز ژوند ستونزمن کړی، بلکې د ځاني ژوند د فقر او نېستۍ باعث هم دی.
د هنر په باب هنر د هنر لپاره موضوع هم له پخوا نه په هنري بحثونو او خلاقیتونو کې مطرح کېږي او ددې نظریې پلویان د هنر د ټولنیز اړخ یا اغېز سره په نه جوړ جاړي تورن دي، خو محمد مندور په دې نظر دی چې هنر د هنر لپاره مانا دا نه ده چې ګني ادب دې موضوع ونه لري، ځکه داسې باید ونه ګڼو، چې یوازې فکر او احساس دوه داسې موضوعګانې دي، چې د ادب په کارېږي. بلکې پر دې سربېره ټول شیان او صورتونه چې د حواسو له لارې ( په تېره بیا چې له بهیر نه یې د سترګو له لارې) او همدارنګه څه چې د چاپېریال له طبیعي موادو اخلو دا ټول د ادب لومړني مواد دي او ورته اړتیا موجوده ده. (۷: ۲۵-۲۶م)
عامه یا ولسي او شعري تجربې د هنري خلاقیتونو او د پنځګر د روان لپاره یوه بله داسې وسیله ګڼل کېږي چې په رڼا کې یې خپلې پنځونې له خپلو مخاطبانو سره شریکوي، له شک پرته چې په دې تجربو کې تخیل شامل دی او کله کله د ادبي تصور د محدودیت سبب هم کېږي، خو پیاوړی اردو ژبی څېړونکی معید رشیدي وايي چې په دې تجربه کې د پنځګر روح نوې بیداري مومي.
دی په خپل مشهور اثر استعاره، تخیل او تخلیق کې لیکي: عامه او شعري تجربې توپیر لري، عامه تجربه د یو څیز په اړه محدود تصور دی، خو شعري تجربه تخیلي تجربه ده او دا د حيزونو په اړه لا محدود تصور یادېږي، دلته بشپړ انساني روح بیدارېږي او محدده تجربه په لا محدوده تجربه بدلېږي. همداسې ادراک ( لومړنی تخیل) د شعور هغه برخه ده چې هېڅ کوم نوی حيز نه شي رامنځته کولی او نه هم کوم څيز په پورته توګه پېژندلی شي، خو ددې برعکس ثانوي تخیل الوت، ناحدود او تخلیقي وي، دا ځکه د بیدار او ګړندي شعور سره اړیکه لري. خیال د ژوندانه علامه ده، نو همدغه لامل دی چې د ادبي تخلیق درجه، چې پر ثانوي تخیل ولاړه ده، تر ساینسي پنځونې ډېره لوړه ده، ادراک یوازې معلومات وړاندې کوي، نه بصیرت او د حقیقت ترجماني کوي، نه د واقعیت، حال دا چې ثانوي تخیل د متحرکو او شونو ځانګړنتیاوو لېږدونکی دی او د واقعیت ترجماني کوي.( ۳۶:۴م)
دغه هنري تجربه ددې سبب ګرځي چې هنرمن ټولنیز جوړجاړي ته مخه کړي، ځینې هغه ټولنیزې پدیدې ومني چې په شخصي لحاظ ورسره ناجوړ دی، خو ځينې هغه چې خلکو ته نا اشنا او نوې دي، د هنري تخلیق په جامه کې په نورو ومني او ټولنیزې یې کړي. د استاد کرګر په اند داسې ښکاري چې هنر په تاریخي او ټولنیز لحاظ ځان جوړجاړي ته ورکړی، له همدې امله هنرمن ددغه پخلاینې یا جوړجاړي د له منځته وړلو لپاره کوښښ کوي.
د رولان بارټ په اند دغه کوښښ ځان ته درې بېلابېلې بڼې خپلوي، هنرمن کولی شي چې یوه بل دال ته مخه کړي. که چېرته لیکوال وي نو فلم جوړونکی یا نقاش ورڅخه جوړېږي، که نقاش وي، فلم جوړونکی کېږي، د سینما او نقاشۍ مستمره کره کتنه کوي، یا کولی شي چې د لیکنې فکر له سره وباسي یو عالم، یو څېړونکی یا هم کوم روڼ اندی تیوریسن شي، له ټولو ژبنیو نفسانیاتو نه له تش اخلاقي منظر پرته د بل څه په اړه خبرې ونه کړي او بالاخره دا چې کولی شي یوازې په کلي ډول خپل ځان ویجاړونې ته مخه کړي، له لیکنې لاس واخلي، خپل کسب، کار او هیلې له یوې مخې بدلې کړي.(۸۷:۲م)
د هنري پنځونو او روان یو بل تر ټولو دقیق محک او محور ښایست دی چې که چېرته هنري پنځونې او د پنځګر رواني اړخ ورڅخه تش شي؛ نو متني ښکلاوې تر خپل ادبي معراجه نه شي رسېدلی، یا به داسې وي چې په همغه لومړۍ بڼه د پنځګر په ذهن کې پاتې کېږي، یا هم د وخت په تېرېدو سره رنګ بدلوي او ورو ورو یې د مخاطب له لوري د ښکلاییز درک کچه هم را لوېږي، په دې چې ښکلا له خپل پراخ مفهوم سره انفرادي درک ته هم اړتیا لري.
اجمل پسرلی په دې اړه «ښکلا د خوشحال په غزل کې» لیکي: ښکلا که څه هم د نوې فلسفې له مخې انفرادي درک کېږي، خو په خپل ذات کې یو پراخ مفهوم لري، چې د معرفي لپاره یې د ځانګړیو تجربو بیان ضروري دي. د کره کتونکو په باور هنر تجربې شریکوي، چې دغه تجربې د هنرمند او هنر خوښي ارتباط پیاوړی کوي. (۱۵:۳ مخ)
په ادبي اثارو کې هنري ښکلا په بېلابېلو بڼو را څرګندېږي او اثر ته حیثیت ورکوي، خو استاد کرګر یې دوې هغه لارې را په ګوته کوي او په «ادب، هنر او ښایست» کې لیکي: په هنر ښکلا له دوو بېلابېلو لارو ځان را څرګندوي. دا واقعیت دی چې په هنر کې ښکلا باید په هنر کې د ژوندانه د ښکلا په هستولو کې وپلټو، په دې مهفوم کې د هنر د ښکلا منبع د واقعي نړۍ په ښکلا کې ده، په دې ډول په هنر کې ښکلا د ژوندانه د ښکلا الوتې کاپي نه ده، هنر د واقعي نړۍ د ښکلا پوهېدنه ده. هنر د ښودل شویو پدیدو ښکلا جلا کړې او په هغه ټینګار کوي. پر انسان باندې د هغو اغېزو ته شدت ورکوي او دا توان ورکوي چې په خپله په ژوندانه کې د پټې ښکلا او له ښکلا څخه د خوند اخیستلو اړتیاوې وپېژني او په ژوره توګه ورباندې وپوهېږي.(۹۷:۶ م)
هنري پنځونې که هر څومره ښکلې او عالي هم وي، بشپړې نه دي، دا ځکه چې هنر د یوه ژوندي موجود په څېر د انسان او ټولنې له ودې سره رنګ او څېره بدلوي، څنګه چې انسان بشپړ نه دی، همداسې هنر هم د بشپړتیا خواته مزل کوي، هنرمن لیکوال یوازې هڅه کوي چې په خپل بشپړ خلاقیت او ځواک سره د هغو د بشپړتیا هڅه وکړي چې همدا هڅه یې د غوره ادبي پنځونو روحیه پایلي.
بله دا چې د خلاقيت رامنځ ته کېدل او هستېدل داسې يو جريان دى لکه کرکیله چې که چېرې دا ځواکونه په خپل وجود کې په غير عقلاني توگه په خپل روح کي وبولو او په غير عقلاني هنر کې انعکاس وکړي؛ نو عقلاني هڅې يې بې مانا بولي. که دا ټول جريان د عليت له زاويي بيان شي؛ نو ويلى شو چې خلاق واقعيت په پوره توگه د ساده جريان معکوس اړخ دى. دا د هر وخت له پاره د انسان پېژندنې له ځواک نه بهر دى يوازې د رامنځ ته کېدو ستاینه يې کولى شو.
په هنري دنيا کې یوه بهرنۍ پېښه د هنرمن د پارېدنې سبب شوې، د هغه نفسیات یې د یوې هنرې ټوټې د پنځونې لپاره چمتو کړي دي. په همدې اساس فرویډ د هنري پارچو ايجاد د جنسي غرایزو د وروسته پاتې والي غبرگون بولي، دده پلویان د هنري الهاماتو سرچينه د هنرمن په جنسي ژوند کې پلټي، خو نور فیلسوفان ورسره مخالف دي او دا نظریه له اغلاقه ډکه بولي، بلکې وايي دا سمه ده چې د جنسي غریزو محروميتونه شديد عواطف او احساسات رامنځته کوي؛ خو د هنرمنکېدلو لپاره بسنه نهکوي او دا هنري موضوع نه ده.
پایله
پورتنیو څرګندونو ته په پام سره د پایلې په توګه ویلی شو چې په ادبي پنځونو کې تر ټولو وړاندې د پنځګر روان او خلاقیت کلیدي ځای لري او د جلا زاویو په ټاکنه او تشخیص کې کارنده تمامېږي. په همدې ډول طبیعت داسې یو عنصر دی چې د ادبي اثارو پر منځپانګیزه بڼه اغېز لري، دا چې ادبي یا هنري پنځونې هر وخت ممکنې نه دي، یو اغېز په کې د طبیعت دی، په همدې ډول د ادبي اثر ژبه د پنځونو محور جوړوي، ددې تر څنګ عامه او هنري تجربې له ټولنې یا د هنري اثارو له مخاطب سره د پنځګر د چلند په ټاکنه کې تګلوری څرګندوي او پر دې ټولو سربېره د ښایست معیارونه او د هنر ارواپوهنه پنځګر پر دې برلاسی کوي چې خپل هنري اثر له بېلابېلو زاویو څخه د محبوبیت کچې ته لوړ کړي. همداسې د پنځګر فردي تمایلات هم په هېڅ صورت د پټېدو وړ نه دي او په ادبي اثر کې له یوې زاویې ځان څرګندوي، خو څومره چې هنرمن ټولنیز کېږي، د فردي تمایلاتو اندازه هم جامعیت مومي او ادبي اثارو ته ټولنیز موقف وربښي.
ماخذونه
- ازمون، لال پاچا. (۱۴۰۲لمریز). د تخیل سمندر. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
- بارټ، رولان. (۱۳۹۶لمریز). لذت متن. ترجمه یام یزدانجو. تهران: نشر مرکز.
- پسرلی، اجمل. (۱۳۹۷لمریز). ښکلا د خوشال په غزل کې. کابل: علومو اکاډمي – ادبیاتو پوهنځی.
- رشیدي، معید. (۱۳۹۳لمریز). استعاره، تخیل او تخلیق. د جمیل ممتاز ژباړه. ننګرهار: مازدیګر خپرندویه ټولنه.
- سمون، محمد مصطفی. (۱۴۰۲ لمریز). ادراک او مانا. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
- کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۹لمریز). هنر، ښایست او ادب. ننګرهار: هاشمي خپرندویه ټولنه.
- مندور، محمد. (۱۳۸۰لمریز). ادبي کره کتنه. د اجرالدین اقبال ژباړه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
Obstruct:
In this article, the purpose of the artistic works is considerably literature, whether literature is seen in philosophy or vice versa; it is clear in any case that the two-way relationship is based on psychology. Psychology has deeper connection with literature than any other sciences since creative literature is connected with the artist’s psychological world and deals with emotions and feelings; thus, it has the ability to present the interpretation of human individuality and his creative world. Alongside human other activities such as history, philosophy, sociology and, etc. there are activities in the field of literature art as well. Every literary and artistic creation has a deep psychological connection with human consciousness and sub consciousness. The first roots of literary works are rooted in human unconsciousness and some of its aspects rely on consciousness; however, both of them need to be expressed in a special language. Psychologist (Freud) was the first expert who stated in literature’s psychology that speech consciousness contains language and, in a language, meanings and words deal with structure and that is our daily language. In the same way, unconscious or sub conscious cognizant also has a language that is separate from consciousness. According to (Freud), the language of unconscious cognizant is figurative and hidden in metaphors, symbols and codes; in such case, if someone does not understand the meaning of codes and secrets and has no deal with symbols, then it’s difficult to understand this language. As a result of this, Her-monotheism (the art of interpreting text) is needed. It means that the text should be interpreted and delivered. There are many ancient and religious texts engraved with such symbols from which both external and internal meanings can be derived.