د ګرمۍ موسم په رارسېدو سره د هندوانې حاصلات پاخه او بازار یې هم تود شوی دی.
د راپورونو پر اساس هندوانه کې ۹۲ سلنه اوبه شتون لري چې د انسان روغتیا لپاره تر ټولو ښه خواړه ګڼل کیږي. همداراز په هندوانه کې د ویټامین C او ویټامین A مادې په پراخه ډول شتون لري.
دلته یې ځینې روغتیایي ګټې په ګوته کوو:
۱ـ هندواڼه زیات فایبر لري او د هضم په جوړښت کې مرسته کوي.
۲ـ د کولمو سواې له منځه او وینه په جوړښت کې مرسته کوي، وینه صافوي.
۳ـ معدې ته زیاته ګټه لري,معده پاکوي.
۴ـ د نس ناستي لپاره ګټور غذا ده.
۵ـ د مکروبونو په مقابل کي د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
۶ـ د ځانګړو انټي اوکسډانټونو په لرلو سره د انسان جلد (پوستکی) ځوان ساتي او د سرېان ضد دی.
۷ـ د هندوانې بله لویه روغتیایي ګټه دا ده چې په پښتورکو کي تیږې ماتوي.
۸ـ هغه کسان چې زیات وزن لري هم ګټوره ده.
۹ـ په ګرمي کې تنده ماتوي.