ژباړه: حامد بهیر
مرغۍ په بیړه او په خپل ټول توان سره اور ته ورنږدې کېدله او بېرته به راکرځېده.
پوښتنه یې ترې وکړه چې څه کوې؟
ځواب یې ورکړ: په دې نږدې سیمه کې یوه د اوبو چېنه ده، زه هلته ورځم، خپله مښوکه له اوبو نه را ډکوم او په اور باندې یې وراچوم.
ورته ویې ویل: کومې اوبه چې ته راوړې د هغه په نسبت د دې اور حجم بیخي ډېر دی او دا اوبه کومه ګټه نه لري.
مرغۍ وویل: ښایي اور مړ نشم کړای، خو هغه وخت چې وجدان مې رانه پوښتنه وکړي او ووایي چې کله دې ملګري په اور کې سوځېدل نو تا څه وکړل؟
زه به ورته ووایم، هغه څه چې له وسه مې پوره وو.