د لغمان ولایت مرکز اړوند په «زیارت» سیمه کې د سیند پر سر د ۱۰۰ متره اوږد پُل د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې چې دا ۱۰۰ متره اوږد او نهه متره سورور پُل د ۵۲ میلیون افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له بودیجې جوړېږي.
په راپور کې ویل شوي چې د دغه پُل په جوړېدو سره به د شاوخوا ۵۰ زره کورنیو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته پُلونو د جوړېدو چارې پيل شوې چې د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.
د ویلو ده چې د پلازمېنې کابل په «برهکي» سیمه کې هم له ګڼېګوڼې څخه د مخنیوي په موخه د یو پُل د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي.

























































