د کابل ښاروالۍ له بازارونو د ۴۹ زره ۲۴۹ کیلو ګرامه بېکیفیته او تاریختېر خوراکي او غیرخوراکي توکو د له منځهوړلو خبر ورکړی دی.
د کابل ښاروالۍ په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دغو توکو کې شیدې، ملایي، بسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او ماهي کنسرو، د رومي بادنجانو روب، چپس او پاپړ، شامپو، صابون او غیرالکولي څښاک توکي شامل وو، او د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریالساتنې ریاست له لوري راټول شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې چې راټولشوي بېکیفیته توکي د ګمارل شوي پلاوي په حضور کې له ښار څخه بهر په «ګزک» سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
په ورته مهال د کابل ښاروالۍ له ټولو پلورونکو غوښتي چې د «تاریختېر» او بېکیفیته توکو له پلورلو ډډه وکړي.

























































