د هند روغتیا او کورنۍ هوساینې وزیر «جيپي نډا» وايي چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې افغانانو ته د ۲۰۰ طبي ویزو په ګډون له ۵۰۰ زیاتې وېزې ورکړل شوې دي.
جيپي نډا ویلي چې دا وېزې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې افغانانو ته د نوي ویزې سیستم له پیل راهیسې ورکړل شوې دي.
د هند روغتیا او کورنۍ هوساینې وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې کړې تازه د افغانستان عامې روغتیا وزیر هند ته د خپل سفر په ترڅ کې له هندي چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
هندي چارواکو ویلي چې د بېړنیو او جدي ناروغیو لرونکو افغان ناروغانو ته به په هند کې د وړیا درملنې زمینه هم برابره شي او همداراز د طبي ویزو په برخه کې به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

























































