د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې بنسټیز کارونه روان دي.
د کابل ښاروالۍ په اېکسپاڼه لیکلي چې یاد سړک دا سړک له سرای شمالي سیمې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې ښۍ خوا ته د ۳ زره ۶۴۷ متره په اوږدوالي او ۲۷ متره سور سره ډیزاین شوی چې د درېیمې برخې په چارو کې یې کیندنې، خاورې لېږدول او هوارول شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې چې څه موده وړاندې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د یاد سړک د ۱۸۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۲ مترو په سور سره یوې برخې قیر چارې ترسره شوې وې.
د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي چې دا سړک د کابل ښار له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي او یاده اداره هڅه کوي چې چارې یې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړې کړي.

























































