د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د لوګر په «څرخ» ولسوالۍ کې د نږدې ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د کهشان سربند او کانال پروژې چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به ۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او شاوخوا ۲۰۰۰ کورنیو ته به مستقیمه ګټه ورسوي.
سرچینې لیکلي چې دا پروژه د FAO موسسې په مالي ملاتړ د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري تطبیق شوې ده.
دغه وزارت لیکلي چې د ورته پروژو پلي کول د کرنې پیاوړتیا، د اوبو سم مدیریت او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښهوالي په موخه دوام لري.
د یادولو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په یو شمېر ولایت د کرنې په برخه کې ورته لسګونه پروژې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.

























































