د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۷ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې د اټکل له مخې چې سبا (یکشنبه) په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست او پروان ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شته.
هواپېژندنې ادارې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې وي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په سوېلختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو په اړه خبرداری هم ورکړی چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل کېږي.
د یادولو ده چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله لسګونه کسان مړه او ډېرې کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.














































