د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې په تخار ولایت کې د خواجه غار – دشت قلعې ولسوالۍ ۱۷ کیلومتره سړک د قیر کولو چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس ویلي چې دا پروژه د څه باندې ۶۸۵ میلیون ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ لاسلیک شوې وه او دا مهال یې د قیر کولو چارې جریان دي.
ښاغلي حقشناس همداراز لیکلي چې دا سړک له خواجه غار ولسوالۍ څخه پیل او تر دشت قلعې ولسوالۍ پورې غځېدلی چې په اوږدو کې یې د ۱۴ پلګوټو او د سړک غاړې کانکریټي ویالو جوړول هم شامل دي.
د ټولګټو وزارت د ویاند په وینا چې د دغه سړک د چارو په جریان کې د سیمې یو شمېر ماهر او غیرماهر کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د تخار ولایت مرکز ته د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې شي.


























































