د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې په دې بند ۴ میلیونه ۹۰۰ زره افغانۍ مصرف شوې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد ریاست د مسوولینو په وینا، د مرکزي بغلان په تیموریان کلي دا تازه جوړ شوی بند ۳۵ متره اوږدوالی، څلورنیم متره سور لري، او ۱۲ زره متره مکعب اوبه زېرمه کولای شي.
د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست دا هم ویلي چې دا بند تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې ګټور دی او همداراز د سیلابي اوبو د مخنیوي لپاره مهم بلل شوی دی.
بلخوا د دې کلي اوسېدونکو د یاد بند جوړېدو ته خوښ دي، خو له سرپرست حکومته په دې سیمه کې د ورته نورو پروژو د عملي کېدو غوښتنه کوي.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته بندونه او چیکډمونه ګټېاخیستنې ته سپارل شوي، او د یو شمېر نورو د جوړېدو چارې روانې دي.