عربي رسنیو خبر ورکړی چې هلته یو افغان د نشهیي توکو د قاچاق په جرم اعدام شوی دی.
د تونیزیاسات په نوم خبري شبکې پرون راپور ورکړی چې د عبدالقیوم شینواري په نوم دا افغان په مکه ښار کې اعدام شوی دی.
دې رسنۍ د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی: “عبدالقیوم شینواري سعودي عربستان ته نشهيي توکي قاچاق کول، بالاخره پولیس د هغه په نیولو وتوانېدل او خپلې پایلې ته ورسېدل.”
ویل کېږي چې د عبدالقیوم په نوم د دغه افغان د اعدام حکم وړمه ورځ شنبې د سنبلې ۱۱مه په مکه مکرمه کې اجرا شوی دی.
سعودي عربستان تر دې وړاندې هم د بېلابېلو جرمونو په تور ګڼشمېر کسان اعدام کړي دي.
د ویلو ده چې په عربستان سربېره په وروستیو ورځو کې په ایران کې هم یو شمېر افغان کډوال اعدام شوي دي.