د خوست د مرکز، متون ښار اړوند په «میاخېل مېنه» سیمه کې خلکو په شخصي لګښت د اوبو یو بند جوړ کړی دی.
د یاد ولایت د مسوولینو په وینا چې په دې بند شپږ میلیونه افغانۍ مصرف شوې، او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوی دی.
ویل کېږي چې دا بند ۱۱۰ زره متره مربع اوبه زېرمه کولای شي او په جوړېدو سره یې د یادې سیمې د ګروندګرو ډېرې ستونزې حل شوې دي.
د ویلو ده چې دا بند د شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د خلکو په شخصي لګښت ورته کوچنۍ پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
په خوست کې د دې بند د جوړېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستیو کلونو کې د هېواد ډېرې سیمې وچکالۍ او د اقلیمي بدلون پایلو ځپلې دي.