د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي چې سږ کال د هېواد له ځمکو ۵ میلیونه مټریک ټنه غنم ترلاسه شوي، او د پروسږ په پرتله د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شوي دي.
یاد وزارت ویاند ویلي چې اوسمهال په هېواد کې تر پنځه میلیونه مټریک ټنه غنم تولیدېږي او شاوخوا یونیم ملیون نور له بهرنیو هېوادونو واردېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې افغانستان په ټوله کې ۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري.
بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د سږ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۱،۶میلیون ډالرو په ارزښت ۱۷ زره میټریک ټنه غنم هېواد ته وارد شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې چې دا غنم له پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، روسیې، قزاقستان، هند، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو څخه وارد شوي دي.
بلخوا د هېواد یو شمېر کروندګر له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د اصلاحشویو تخمونو او نورو کرنیزو توکو په برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.























































