د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په «ارغستان» ولسوالۍ کې د اتو چیکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د یاد ریاست د مسوولینو په وینا چې په دې چیکډېمونو شاوخوا شپږ میلیونه افغانۍ مصرف شوې او چارې یې د اسلامي بنسټ په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي.
ویل کېږي چې دا چیکډېمونه د اوبو د ذخیره کولو په موخه ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه ورته پروژې پلې شوې، چې د سیلابي اوبو د کنترول لپاره ګټور بلل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو د هېواد ډېرې سیمې وچکالۍ سختې ځپلې او تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه د ټیټېدو په حال کې ده.
څه موده وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان یو ځل بیا د نړۍ په هغو هېوادونو کې شپږم حساب کړ چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي.
د ویلو ده چې د اقلیمي بدلون سترې پایلې وچکالي، بېوخته ورښتونه، سیلابونه او ځمکلړزې بلل شوې دي.