د ستندرد ملي ادارې مسوولین وایي چې له تېر یو کال راهیسې هېواد ته ۳ میلیونه ۷۸۷ زره ۴۱۵ ټنه نفتي توکي وارد شوي دي.
د دې ادارې مسوولینو نن (چهارشنبې، د سنبلې ۱۴مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي د نفتي توکو په دې وارداتو کې ۱۲۸ زره ۸۱۱ ټنه د دې ادارې د سټندرد خلاف تثبیت او مسترد شوي دي.
د ستندرد ملي ادارې مسوولینو دا نه دي ویلي چې دومره اندازه توکي کوم هېواد ته مسترد شوي، خو تر دې وړاندې یې ایران ته د بېکیفیته نفتي توکو د زرګونه ټانکرو د بېرته ګرځولو خبرونه ورکړي وو.
د یادولو وړ ده چې په وروستیو کې د هېواد په بازارونو کې د تیلو له ټیټ کیفیت څخه د خلکو شکایتونه زیات شوي دي.