د «ټیکا» په نوم د یوې ترکي ادارې رییس وایي چې هېواد یې په بېلابېلو برخو کې د افغان بزګرانو روزنې ته چمتو دی.
د دې ادارې رییس «فاضل اکین اردوغان» د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي چې ترکیه د افغان بزګرانو لپاره د سبو د کښت، اوبولګولو، سرې ورکولو او د کرنیزو محصولاتو د قرنطین په برخو کې روزنیزو پروګرامونو جوړولو ته چمتو ده.
په دې کتنه کې افغان لوري هم په هېواد کې د ټیکا ادارې فعالیتونه ستایلي، او په افغانستان کې د دوی د فعالیتونو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
ترکیې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د خلکو لاسنیوی کړی دی.
د ویلو ده چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د وچکالۍ له امله افغان بزګران هر ډول لاسینوي ته اړ شوي دي.























































