د امریکا د «جورجیا» ایالت په یو ښوونځي کې د یو ۱۴ کلن زدهکوونکي په ډزو څلور کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
ویل کېږي چې دا برید د «وینډر» ښار په «اپلاچي» نومي ښوونځي کې ۱۴ کلن زدهکوونکي کړی، چې په وژلشویو کې د هغه دوه ټولګیوال او دوه ښوونکي شامل دي.
په ورته وخت کې د امریکا لوی څارنوال مېریک ګارلنډ ویلي چې د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې «اېفبيای» مامورین سیمې ته رسېدلې او د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.
د رویټرز د معلوماتو له مخې، دغه ماشوم پروسږ کال هم یو ځل نیول شوی و، چې لامل د خلکو په منځ کې وېره خپرول او د ورته بریدونو هڅه بلل شوي وو.
امریکا کې تر دې وړاندې هم په ښوونځیو، مذهبي ځایونو او بازارونو کې د ورته بریدونو له امله سلګونه کسانو ژوند بایللی او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې هلته پر وسلې سربېره د وژنې لپاره وخت ناوخت له چاقو هم استفاده کېږي او ډېری قربانیان پکې ځوانان او د منځني عمر لرونکي کسان وي.