د نثر د روانۍ تعريف اسانه نه دى، دومره ويلى شو، چې روان نثر د يوه سيند اوبو ته ورته دى، چې مخې ته يې ډبره يا بل څه نه وي. هغه اوبه چې کله په ډبرو يا بل څه لګي رالګي، ناروان نثر ته ورته دي.
روان نثر د چينې د اوبو غوندې شفاف وي، چې په اسانه پکې د ليکوال موخه ليدى شو او ستومانوي مو نه، بلکې له ځان سره مو تر اخره لکه د روانو اوبو اخلي.
د نثر رواني د نثر له سادګۍ سره مرسته کوي. سادګي دلته د سطحيت په مانا نه ده، مطلب دا دى، چې پېچلي مفاهيم که په روان نثر وليکل شي، پوهاوى يې لوستونکو ته اسانه او ساده وي.
د روان نثر ليکل يو مهارت دى، چې کم خلک يې لري. د استاد الفت، استاد رښتين، دروېش دراني او غضنفر صاحب په نثرونو کې ډېر دى.
د نثر رواني ځينې لاملونه لري، چې په ټوله کې د ليکوال له ذهن، موضوع، ژبې، د مقالې له جوړښت او د ليکوال له مهارت سره اړيکه لري:
ځينې ليکوال پېچلي ذهنونه لري، چې مسايل يې په ذهن کې د جړ تار غوندې وي؛ خو د ځينو ليکوالو ذهنونه د مسايلو په اړه روښانه تصور لري. روښانه تصور په دې مانا چې د مسايلو پر معلومو لورو څرخي، مثلا ستونزه څه ده، لامل يې څه دى، ډول يې څه دى او حل يې څه دى. جنسيت هم په دې کې لاس لري، د نارينه وو نثرونه نسبت د ښځمنو ليکوال نثرونو ته پېچلي وي، ځکه د نارينه وو ذهنونه زما په حدس عمودي سير وهي؛ خو د ښځينه وو ليکوالو افقي؛ نو د ښځينه وو ليکوالو او څېړونکو نثرونه روان وي، چې افقي محور يا د کلمو خواناستۍ ته متوجه وي. البته دا کومه کلي قاعده نه ده. زه د خپلې مطالعي پر بنسټ دا خبره کوم، خو يو دليل لري او هغه دا چې د ژبې د ټولنپوهنې له پلوه پر خبرو او ژبې د جنسيت اغېز پروت وي. په خبرو کې ښځې که لوستې هم وي، نسبت نارينه وو ته اسانه کلمې او جوړښتونه انتخابوي او روانې غږېږي.
يو بل څيز چې د ليکوال له ذهن سره تړاو لري او په نثر کې د روانۍ مخه نيسي، هغه د ليکوال ليدلورى دى، چې دا د يوې قاعدې په توګه موږ په عادي خبرو کې هم پر يوه موضوع د خبرو پر مهال کاروو. يوه بېلګه به راوړو: يو نندارچي يوه صحنه ويني، چې زمرى پکې په هوسۍ پسې ځغلي. که د ويناوال تمرکز پر هوسۍ وي؛ نو وايي: “يوه هوسۍ مې وليده، له زمري يې منډې وهلې، چې پر يوه پړانګ وربرابره شوه، له پړانګ يې ځان بچ کړ، چې مخې ته يې سيند راغى”. دې ويناييز نثر ته ځکه روان وايو، چې ويناوال ټولې صحنې ته يوازې د هوسۍ له نقطې کتلي؛ خو که دا ليدلورى بدل کړو او زمرى او پړانګ هغه هم پکې ښکېل کړو، نثر له روانۍ راوځي: “يوه هوسۍ مې وليده، زمري ورپسې منډې وهلې، هوسۍ پر يوه پړانګ وربرابره شوه، زمري چې پړانګ وليد، هوسۍ يې پرېښوده” (دا بېلګه د وينا د روانۍ په اړه د لنګکر د بېلګې پراخه شوې بڼه دي). زموږ هغه ليکنې چې يو پاراګراف پکې له يوه ليدلوري بيانېږي، نسبت هغو نثرونو ته روان دي، چې مختلف ټکي پکې د ليدلوريو لپاره کاريږي. يو ليدلورى په ورپسې فقرو کې د لومړۍ جملې د پيلګر پر ځاى د ضمير يا بلې نښې په روړنه رامنځته کېږي، چې له همغې يوې زاويې د خبرې غزېدا ښيي، مثلا: د واکسينو پر ګټو يو پاراګراف ليکو. که د جملو پيل د واکسين په کلمه يا ضمير يا بله نښه وشي، رواني او پوهېدا يې اسانه ده:
“واکيسن ګڼې ګټې لري. يوه ګټه يې دا ده، چې مخکې له مخکې د ناروغيو مخنيوى کوي؛ خو که واکسين په خپل وخت ونشي، د ګټې پر ځاى تاوان لري.”
د الفت صاحب د نثر د روانۍ يوه ځانګړنه دا ده، چې د عامو خبرو غوندې موضوعات پرله پسې له يوه ليدلوري وړاندې کوي.
که ليکوال په ليکنه کې يوازې پر موخنه موضوع تمرکز و نه کړي او شاوخوا يا ضمني موضوعات هم په خپله ليکنه کې شامل کړي، د نثر د روانۍ مخه نيسي. د درويش او غضنفر صاحب نثر ځکه روان دى، چې له موضوع بهر نه وځي او دا هوس نه لري، چې د ريا په موخه د ستونزې د لاملونو د بيان په خوا کې د هغې پر تاريخ هم وغږېږي. د دوى تمرکز يوازې د موضوع پر مشخص اړخ وي.
د موضوع پېچلتيا هم د نثر له روانۍ سره اړيکه لري.که يوه موضوع ګڼ اړخونه ولري او دا ګڼ اړخونه په اسانه و بله نه بيلېږي، پېچلتيا يې بللى شو؛ خو د لوستونکي له زاويې هم د پېچلتيا خبره مطرح ده. هغه موضوعات چې لوستوال ته پرې پوهېدا سخته وي، پېچلي دي. يوه موضوع چې څومره پېچلې وي، هغومره ښايي د نثر رواني له ننګونې سره مخ کړي، مثلا د ټولنپوهنې له پلوه د ژبې په اړه په څېړنه کې بايد جنسيت، پوړ، منګ، تحصيل او داسې ګڼ متغيرونه ښکېل کړو. دا ګڼ متغيرونه هممهاله د ويونکي پر ژبه اغېز لري او دا د موضوع ارايه پېچلې کوي.
پخپله د ليکنې ژبه هم په روانۍ کې لوى لاس لري. هغه وجهي قيدونه او ارتباطي وييکي، چې د اړوندو فقرو ترمنځ کارېږي، ښايي د هغو ډبرو کار وکړي، چې په سيند کې د اوبو مخه نيسي. موږ که بېلګه ورکوو، د ورپسې توضيحي فقرې پيل په “يعنې” يا “مثلا” يا د بېلګې په توګه کوو، نو که يې حذف کړو، پخپله د بېلګې سبک هم ښيي، چې فقره توضيحي ده او له دې سره ښايي دغه ډبرې له مخې لرې شي، چې زموږ د نثر د روانۍ مخه نيسي.
معترضه جملې، چې نثر پېچلى کوي، که ډېرې شي، هم د روانۍ مخه ډب کولى شي، ځکه چې يو ناهوار جوړښت د جملې ترمنځ ورلوېدلى وي، چې له ګرامري پلوه ورسره توپير لري. د همدې پاراګراف په سر کې د “چې نثر پېچلى کوي” يې يوه بېلګه ده. معترضه جملې د اصلي جملې د يوه جز په اړه اضافي معلومات راکوي؛ نو که معلومات مهم نه وو، حذف يې د نثر له روانۍ سره مرسته کوي؛ خو که مهم وو، د يوې خپلواکې جملې په توګه يې له اصلي جملې سره په خوا کې په نثر کې رواني راوستلى شي. ښه ليکوال له معترضه جملو سره احتياط کوي. په عامه ژبه کې چې معترضه جملې کمې دي، د ښو ليکوالو په نثرونو کې يې هم ډېرې نه وينو.
د ژبې اړوند د روانۍ يو دوښمن د کلمو پر ځاى د جملو بې اړتيا کارونه ده. “ستا په ليدو مې زړه باغ باغ شو” جمله تر “چې ته مې وليدې، زړه مې باغ باغ شو” روانه ده. زموږ د اوسنيو نثرونو د نه روانۍ او پېچلتيا يو لامل هم دا دى، چې د کلمو د کچ موضوع په جملو کې ليکي.
په پښتو کې د لنډو تواني جملو په سر کې د “کولى ش” وجهي فقرو کارونه هم نثر له روانۍ باسي. د ” موږ کولى شو، چې ليکوالي زده کړو” پر ځاى د “موږ ليکوالي زده کولى شو” جمله روانه ده.
د جملې د ټوکونو د عادي ځايون بدلون هم د نثر روانۍ ته زيان رسوي: د “تر ډېره ارامې فضا ته ليکوالي اړتيا لري” پر خلاف “ليکوالي تر ډېره ارامې فضا ته اړتيا لري” د رون نثر ښودانه کوي.
همدا راز د کلمو او عبارتونو خوا په خوا راوړل هم روانۍ ته زيان رسوي. تاسو ښايي د ” رواني د ليکوال له ذهن، موضوع، ژبې، د مقالې له جوړښت او د ليکوال له مهارت سره اړيکه لري.”” پر ځاى مو د ” رواني د ليکوال له ذهن، مقالي له جوړښت، ليکوال له مهارت، موضوع او ژبې سره اړيکه لري.” جمله د روانۍ په خاطر غوره بللې واى، ځکه عبارتونه او کلمې پکې يوې خوا ته شوې دي. په لومړۍ بېلګه کې ناهواري همدې پيدا کړې، چې عبارتونه او کلمې سره ګډې شوې لکه سړى، چې په کنډوکپر لار کې کله په کاڼي تيندک وخوري او کله يې پښه په خنډ کې بنده شي.
د مقالې جوړښت هم د نثر په روانۍ کې لاس لري. زموږ زياتره ليکوال په علمي مقالو کې د پاراګرافونو ترمنځ او په پاراګرافونو کې د جملو ترمنځ منطقي ارتباط ته چندان توجه نه کوي. د مقالې د پيل پاراګراف بالعموم د ستونزې پر معرفۍ وي، په ورپسې پاراګرف/ونو کې لاملونه ښودل کېږي، بيا يې پر څرنګوالي او ډولونو بحث کېږي او ورپسې يې حل يا پايله راوځي. د مقالې دا جوړښت که بې ضرورته ويجاړ شي، د نثر رواني هم ورسره ويجاړه شي.
په پاراګراف کې دننه لومړۍ جمله د پاراګراف په کچ د موضوع معرفي رانغاړي، بيا يې څرنګوالي او وروستۍ يې پايله وي. په پاراګراف کې هم چې دا ترتيب وخوځوو، د نثر د روانۍ پښو ته کاڼي وررغړوو.
په دې ليکنه کې د نثر د روانۍ په موخه د مقالې له همدې تخنيکه استفاده شوې، خو خداى پوهېږي، چې څومره بريالۍ ده.
د نثر رواني د زده کړې وړ ده. ماهر ليکوال د خپل نثر پر پېچلتيا او ناهوارۍ فکر کوي، هغه لاملونه پېژني، چې د ده د نثر د روانۍ مخه نيسي؛ نو که ليکوال ماهر وي، د نثر د روانۍ تخنيکونه ژر زده کړي.
يو څيز چې د ليکوال له خوى سره اړيکه لري، هغه د ليکوال حوصله ده. د نثر رواني هغه مزل ته ورته ده، چې هر ګام يې په دقت اخيستل کېږي. دا مزل ښايي ورو ورو؛ خو استوار وي. د دې پرخلاف ناهوار نثر هغه مزل ته ورته دى، چې کله منډه وي، کله ورو تګ وي او کله پکې درېدا وي. د نثر رواني رانه غواړي، چې کلمې او فقرې په احتياط خوا په خوا کېږدو او د نثر پر لار استوار مزل وکړو. پر دې سربېره خپله ليکنه د روانۍ په موخه يو ځل بيا ولولو او ناهوارۍ ترې وباسو.
د نثر رواني ښايي نور اړخونه هم ولري، چې لا فکر او دقت ته اړتيا لري؛ خو د ليکوالۍ هنر وايي، چې نثر مو څومره روان و، هغومره د پوهاوي وړ دى او هغومره له خوندور دى.