برښنا شرکت وایي چې له بېلابېلو کورنیو شرکتونو سره یې د برېښنا د خامو موادو د چمتوکولو په موخه د ۱۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.
دې ادارې نن (پنجشنبې، د سنبلې ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد شرکت د پایو، میټرو بکسونو، سویچبورډونو او… د تولید په موخه له بېلابېلو کورنیو شرکتونو سره د ۱۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د خامو موادو د چمتو کولو تړونونه لاسلیک کړي دي.
بریښنا شرکت دا هم ویلي چې د قرارداد له مخې د افغانستان برشنا شرکت د ساختماني چارو د رياست د ماشينونو، انجنونو او د برېښنايي وسايلو د توليد لپاره خام مواد د قراردادي شرکت له خوا ورکول کېږي.
د یاد شرکت په اعلامیه کې ویل شوي چې ياد شوي خام مواد په پام کې لري چې د ستنو، ميټرو بکسونو، سويچبورډونو د توليد په فابريکو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د شبکې د ښه والي او پراختيا په برخه کې وکارول شي.