په کابل کې د جاپان سفیر وایي چې هېواد یې د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره ۳۰۰ زره ډالر مرسته ځانګړې کړې ده.
د جاپان سفیر «تاکایوشي کورومایا» دا خبره د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې کړې ده.
ښاغلي کورومایا دا هم ویلي چې جاپان په افغانستان له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې هم له وړاندې ۱۰ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده.
د جاپان سفیر په افغانستان کې ښوونیز سیستم ته په اشارې ویلي چې هېواد یې هوډ لري چې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي هم جوړ کړي.
په ورته وخت کې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د توکیو او کابل ترمنځ اړیکې ګټورې بللې او د یاد هېواد له مرستو یې مننه کړې ده.
د ویلو ده چې جاپان تر دې وړاندې هم د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.